ډونالډ ټرمپ ولې هماغه راز دجنګ نغارې وهی :
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64583-ډونالډ_ټرمپ_ولې_هماغه_راز_دجنګ_نغارې_وهی
زمونږ خبریال وایی دافغانستان په پلازمینې کابل کښې په وروستیو خونړیو حملو پسې چې ټول ټال څه دپاسه یوسل دیرش(۱۳۰) کسان پکښې مړه او په سلګونو نور ژوبل شوی د ولسمشرۍ ماڼۍ وویل طالبان په دغو خونړیو بریدونو سره له سرې کرښې تیر شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2018 08:52 Asia/Kabul
  • دافغانستان مظلوم خلک د دغه اوور لوبې د لرګیو په شان سوځی .
    دافغانستان مظلوم خلک د دغه اوور لوبې د لرګیو په شان سوځی .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان په پلازمینې کابل کښې په وروستیو خونړیو حملو پسې چې ټول ټال څه دپاسه یوسل دیرش(۱۳۰) کسان پکښې مړه او په سلګونو نور ژوبل شوی د ولسمشرۍ ماڼۍ وویل طالبان په دغو خونړیو بریدونو سره له سرې کرښې تیر شوی دی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل طالبانو نور د خبرو اترو  فرصت له لاسه ورکړی دی او حکومت به له دې وروسته دجنګ دمیدان له لارې صلح لاس ته راوړی .

بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په سپینۍ ماڼۍ  کښې په ماښامنۍ ډوډۍ کښې چې په تیرې دوشنبې د ملګروملتونو دامنیت شورا دغړیو هیوادونو داستازیو لپاره په نظر کښې نیول شوی وه وویل واشنګټن به نور  دافغانستان له طالبانو سره خبرې ونکړی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ډول له طالبانو سره د خبرو اترو د نه ترسره کولو موضوع بیانوله چې ته به وائ د صلحې د خبرو موضوع دهغه د پروګرام او دستراتیژۍ برخه وه .

په هغه ستراتیژۍ کښې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیر میلادی کال داګست دمیاشتې په  دوه ویشتمه (۲۲)نیټه اعلان کړه دصلحې خبرو ته هیڅ اشاره نه وه شوی او ټوله  ستراتیژۍ د جنګ او بمباریو په دوام او افغانستان ته دنورو ډیرو عسکرو په استولو متمرکزه وه چې معنا یې دا وه په افغانستان کښې به جنګ زیات شی .

دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د نوی ستراتیژۍ له اعلان څخه مخکې د دغه هیواد پوځی جنرالانو په افغانستان کښې دخپلو اختیاراتو او دحملو د زیاتولو غوښتنه کړی وه  او  ولسمشر دغه غوښتنه ومنله .

د امریکا د نوی ستراتیژۍ له اعلانیدا مخکې په افغانستان کښې دطالبانو پرضد د واشنګټن هوایی بریدونه زیات شول .

که چیرې په افغانستان کښې د تیرو شپږو(۶) میاشتو په پیښو لږ شان غور او بیا کتنه وکړو نو معلومه به شی چې دطالبانو پرضد دامریکا اراده مخکې هم همدغه وه چې نور دامریکا لپاره دطالبانو د مصرف نیټه پاې ته رسیدلی ده خو معنا یې دا نه ده چې جنګ به ختم شی او صلح به د جنګ ځاې ناستی شی بلکې اپوټه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوی ستراتیژۍ په اعلانیدا سره په افغانستان کښې جنګ زیات شوی او دغه جنګ به نور هم پسې سخت او خونړی شی .

البته د امریکا د پلان پراساس به دداعش پروژه پیاوړی شی .

که چیرې د افغانستان په ولایتی شورا او ملی پارلمان کښې دننګرهار ولایت د استازیو نظرونو ته پام او غور وشی چې له تیر یو نیم کال راهسې همدغه چغې وهی چې طالبان ځپل کیږی او داعش ډله پیاوړی کیږی او اوس دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دنوی ستراتیژۍ په اعلانیدا سره چې ویلی یې دی له طالبانو سره به خبرې ونکړی دغه چاره نوره هم ښکاره کړه .

دافغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوی ستراتیژۍ هرکلی کوی د ولسمشر ټرمپ له  دغه ستراتیژۍ وروسته وویل له طالبانو سره د خبرو اترو دروازه تړل شوی ده او دکابل حکومت به  یوازې دجنګ له لارې صلح لاس ته راوړی  او ممکنه ده د سپینې ماڼۍ  لخوا د سپارل شوی ماموریت پراساس د کابل لخوا هم دغه دجنګ موضوع اعلان شوی وی خو په افغانستان کښې د خلکو د مشرۍ ادعا کونکی باید پوه شی چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ دنوی ستراتیژۍ اعلان د افغانستان دخلکو د وژلې د دوام او غمیزو په معنا دی  ځکه چې دافغانستان خلک په دې خوشحال دی چې  ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره صلح نه بلکې جنګ غواړی ؟ او له طالبانو سره جګړه یا په بل هر نوم سره جنګ  په اصل کښې د افغانستان دخلکو پرضد جنګ دی او دغه چاره دافغانستان په خلکو د بارودو او بمباریو کول او په هغوې ډزې کول دی  چې  دامریکا د استعماری هدفونو د تحقق لپاره روان دی او دافغانستان مظلوم خلک په  دغه اوور لوبې  کښې د لرګیو په شان سوځی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر

د ۲۰۱۸ میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې ۳۱ نیټه