دیمن پوځ د عربستان په ګوډاګیانو توغندی ویشتلی
Feb 01, 2018 02:17 Asia/Kabul
-
دیمن پوځ او ولسي کمیټیو دغه راز په حجه ولایت کښې د میدي دښتې په شمال کښې د ائتلاف دځواکونو په مرکز سختې حملې وکړې .
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن ولسی ځواکونو او د پوځ یونټونو په جوف ولایت کښې دسعودی عربستان د تیریګرو ګوډاګیانو په مرکز دتوغندی حمله وکړه .
د یمن ولسی کمیټیو او پوځ په سرحدی ولایت صعده کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو پرضد بله حمله وکړه او یوشمیر ګوډاګیان یې هلاک او یا ژوبل کړل .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز په حجه ولایت کښې د میدی دښتې په شمال کښې د ائتلاف دځواکونو په مرکز سختې حملې وکړې .
په یمن دسعودی عربستان په حملو او بمباریو کښې چې دامریکا، انګلستان، اسرائیلو ، اردن او متحده عربی اماراتو په مرستې او ملاتړ سره کیږی تراوسه په لسګونو زره بې ګناه خلک وژل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .