دیمن پوځ د عربستان په ګوډاګیانو توغندی ویشتلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64647-دیمن_پوځ_د_عربستان_په_ګوډاګیانو_توغندی_ویشتلی
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن ولسی ځواکونو او د پوځ یونټونو په جوف ولایت کښې دسعودی عربستان د تیریګرو ګوډاګیانو په مرکز دتوغندی حمله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2018 02:17 Asia/Kabul
  • دیمن پوځ او ولسي کمیټیو دغه راز په حجه ولایت کښې د میدي دښتې په شمال کښې د ائتلاف دځواکونو په مرکز سختې حملې وکړې .
    دیمن پوځ او ولسي کمیټیو دغه راز په حجه ولایت کښې د میدي دښتې په شمال کښې د ائتلاف دځواکونو په مرکز سختې حملې وکړې .

ایرنا خبری اژانس وایی دیمن ولسی ځواکونو او د پوځ یونټونو په جوف ولایت کښې دسعودی عربستان د تیریګرو ګوډاګیانو په مرکز دتوغندی حمله وکړه .

د یمن ولسی کمیټیو او پوځ په سرحدی ولایت صعده کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو پرضد بله  حمله وکړه او یوشمیر ګوډاګیان یې هلاک  او یا ژوبل کړل .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز په حجه ولایت کښې د میدی دښتې په شمال کښې د ائتلاف دځواکونو په مرکز سختې حملې وکړې .

په یمن دسعودی عربستان په حملو  او بمباریو کښې چې دامریکا، انګلستان، اسرائیلو ، اردن  او متحده عربی اماراتو په مرستې او ملاتړ سره کیږی تراوسه په لسګونو زره بې ګناه خلک وژل شوی او په میلیونونو  نور کډوال شوی هم دی .