مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64679-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو سرلیک کی لیکل شوی دی:« اروپا د ټرمپ ګواښ جبیره کړ»
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2018 11:32 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو سرلیک کی لیکل شوی دی:« اروپا د ټرمپ ګواښ جبیره کړ»

په دغه راپور کی راغلی دی: د اروپا اتحادیی یو ځلې بیا د فلسطینیانو د کړکیچ د هوارۍ په زمینه کی د دؤو دولتونو د حل لارې له اجرا کیدو څخه ملاتړ وکړ. د اروپا اتحادیې اعلان وکړ؛ چی د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د موجودو مسایلو په زمینه کی، د دؤو دولتونو د جوړیدو له حل لارې څخه ملاتړ کوی، او پدې 

هکله هیڅ بله حل لاره کارنده توب نه لری.

له فلسطین سره د مرسته کونکو هیوادونو د کنفرانس په څنګ کی، د اروپا اتحادیې د بهرنی سیاست مسؤولی«فډریکا موګرینی»، د اروپا د دریځ د اعلانولو په ضمن کی وویل: په غزه کی د فلسطینیانو وضعیت پدی ډول دئ، چی مرستې ته اړتیا لری. هغې همداراز څرګنده کړه:«له فلسطین سره مرستندویو هیوادونو، څه د پاسه ۴۲ میلیون یورو؛ له هغوی سره مرسته کوی».

له دی سره په یو وخت، د فلسطینی کډوالو د مرستی رسونی او کار آژانس(آنروا) کمیشنر، له مرستندویو هیوادونو له نمایندګانو سره له ناستې وروسته وویل: یوولسو هیوادونو؛ له ټاکلی وخت څخه وړاندی د خپلو مالی مرستو له وړاندی کولو سره موافقه کړې ده، او بلجیم؛ کویټ؛ هالینډ؛ او ایرلینډ هیوادونو ژمنه کړې ده، چی په نږدی راتلونکی کی خپلی مرستې وړاندی کړی.

دغه اقدام؛ له آنروا سره د مالی ملاتړ د کمولو لپاره، د امریکی له تصمیم وروسته؛ د دغه ارګان د بودجې د کمښت د جبیرې په منظور بڼه نیسی.

******

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی دا سرټکئ لیدل کیږی:

«د اردن پاچاه؛ له بیت المقدس څخه د سترګی پټولو لپاره، د عربستان د رشوت له وړاندیز څخه پرده ایسته کړه»

د اردن پاچاه؛ د بیت المقدس په هکله د هغه د دریځونو له کبله، د یاد هیواد په خلاف، د یو لړ اقتصادی فشارونو په افشا کولو سره وویل: ځینو لورو د« اردن د اقتصادی مشکلاتو د لیری کولو په بدل کی د بیت المقدس» په اړه یو لړ وړاندیزونه مطرح کړل.

د اردن پاچاه«دویم عبدالله» افشا کړه: چی دغه هیواد د بیت المقدس په وړاندی د خپلو دریځونو له کبله، له اقتصادی دباؤونو سره مخامخ دئ. هغه زیاته کړه: پدی محتوا سره یی یو شمیر پیغامونه لاسته راوړی، چی« د قدس په موضوع کی له موږ سره اوسۍ او موږ به هم، په  تاسو اقتصادی فشار لږ کړو». د اردن پاچاه که څه هم، د هغه لوری نوم چی دغه وړاندیز یی اردن ته کړئ دئ، نه دئ په ډاګه کړئ؛ خو اردنی سرچینو او رسنیو د دی ټکی په بیانولو سره؛ چی پدی موضوع کی د دویم عبدالله اشاره عربستان ته ده، اعلان وکړ: پدی وروستیو کی د عربستان او اردن اړیکې، د سیمه ایزو مسایلو؛ په تیره بیا د بیت المقدس د موضوع په هکله، سړې شوی دی، او حتی د اردن د پارلمان د

مشر په شان، یوشمیر اردنی شخصیتونو؛ د سیمی له نورو هیوادونو سره د دغه هیواد د اړیکو د پراختیا، او د پخوانیو ملګرو پرځای د بدیل پیداکولو وړاندیز مطرح کړئ دئ. 

د یو بل خبر له مخې، ایرلینډ د اسرائیلو د بایکاټونکو هیوادونو له ټول سره یوځای شو. د ایرلینډ پارلمان؛ یاد هیواد ته په صهیونیسټی ښارګوټو کی د تولید شویو محصولاتو د وارداتو د منعی قانون، تصویب کړ.

****** 

د تهران چاپ د ایران په ورځپاڼه کی دا سرلیک جالب ښکاری:

« د سوریی د امید وړانګه له سوچی څخه ».

د ایران؛ روسیې او ترکیې هیوادونه، د سوریې د اساسی قانون د کمیټې، څارونکی غړی شول.

په هغې غونډه کی؛ چی د ۲۰۱۸ کال د جنوروۍ میاشتې په وروستۍ ورځ، د روسیې د«سوچی» په ښار کی ترسره شوه؛ د ایران؛ روسیې او ترکیې د هیوادونو په کوښښ، او د سوریی دولت او د هغه د مخالفو ډلو د نمایندګانو په شتون او هڅې سره، د پخوا په پرتله د یاد هیواد د سیاسی ثبات لرلید، یو څه زیات روښانه شو.

دغه غونډه بالآخره؛ د یو شمیر مخالفو ډلو په غرضناکه فضا، او د لویدیځو هیوادونو د بایکاټ په شرایطو کی سرته ورسیدله، ترڅو له ۷ ؤ کلونو جګړې او آوارګۍ وروسته، د سوریی د سولې لمړنئ ګام پورته شی.

د دغه راپور له مخې، د سوچی غونډې د پای په بیانیه کی؛ پر ملی اتحاد، ټولنیزې روغې جوړې، او د سیمه ایز مدیریت او واکوالۍ په کچه؛ د عدالت او انصاف په پراختیا ټینګار وشو.

******

اوس هم د افغانستان د بدلونونو په اړه، د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

یو شمېر نړیوالو رسنیو د افغانستان په اړه مقالې خپرې کړې دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د سولې او په هېواد کې د زیاتېدونکی تاوتریخوالی په اړه لیکلی دی.

د افغانستان د سولې خبرې د سې شنبې په ورځ هغه مهال له ناهیلۍ سره مخامخ شوې چې افغان چارواکو طالب مشرانو ته د تردید پیغامونه ورکړل.

په مقاله کې راغلی چې دا پیغامونه وروسته له هغه خپاره شول چې په پلازمېنه کابل کې د طالبانو ډلې حملې وکړې، او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، له طالبانو سره د سولې مذاکرات نهکوی.

ورځپاڼې د ولسمشر غنی خبرو ته هم اشاره کړې او ویلی یې دی چې د دغو حملو د قربانیانو بدل به اخلی.

ښاغلی غنی همداراز وویل، د افغانستان دښمنان باید پوه شی چې د افغانانو ولسمشر نه‌ تسلیمېږی.

واشنګټن پوسټ لیکلی:

د ټرمپ پالېسی دا وه چې د امریکا پوځ د افغانستان د ځواکونو روزنه زیاته کړی او د هغوی ظرفیتونه لوړ کړی، څو طالبان دیته اړ شی چی د مذاکراتو مېز ته کېنی او ۱۶ کلنه جګړه پای ته ورسېږی.

 

خو د لیکوال په باور، ویل کېږی چې دا هدف ښایی کمزوری شی او د نظامی بریا پر لور تغییر وکړی.

د افغانستان د جګړې د معلوماتو په اړه د امریکا پرېکړې ته هم یو شمېر رسنیو کتلی دی.

******

فارن پالېسی

فارن پالېسی خپرونې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، "د ټرمپ تر وینا مخکې، د افغانستان له جبهې بد خبرونه!"

په مقاله کې راغلی چې د افغانستان حکومتی ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د جګړې د تغییر په خاطر له ننګونو سره مخامخ دی او امریکا هلې ځلې کوی چې په افغانستان کې د جګړې د پرمختګ په اړه، د معلوماتو مخه ونیسی.

د خپرونې په وینا، د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړی پلټونکی اداره یا سیګار، دې خبرې نا ارامه کړې ده.

دا ځکه چې ټاکل شوې وه دغه سرپلټونکی په افغانستان کې د نظامی عملیاتو په اړه معلومات خپاره کړی، چې هېواد یې پهکې ۱۵ زره سرتېری لری او د بمباریو د زیاتېدو خبر یې تأیید کړی دی.

سیګار په خپل نوی راپور کې د جګړې د څرنګوالی په اړه لیکلی چې د امریکا پوځ له دې ادارې غوښتی چې هغه معلومات خپاره نهکړی چې د افغانستان څومره ځمکه د سخت دریځو په لاس کې ده.

د خپرونې په وینا، که څه هم دغه محرم اعلان شوی معلومات پټ نهدی؛ او مخکې هم خپاره شوی دی، خو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د سې شنبې په ورځ وویل؛ چې دغو معلوماتو ته په تېروتنه په محرمو معلوماتو کې ځای ورکړل شوی دی.