روسیه او ایټالیا د اټومی موافقې په اړه یوشان نظر لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64711-روسیه_او_ایټالیا_د_اټومی_موافقې_په_اړه_یوشان_نظر_لری
زمونږخبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په ماسکو کښې دایټالیا له خارجه وزیر انجلینو الفانو (Angelino Alfano)سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل ماسکو او روم د ایران داټومی پروګرام او د اټومی موافقې په اړه نږدې او ګډ نظر لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2018 01:22 Asia/Kabul
  • ایټالیا او روسیه  له ترهګرۍ او له بیلابیلو کړکیچونو سره  دمقابلې لپاره د هڅو دمتحد کولو په اړه یوشان نظر لري.
    ایټالیا او روسیه له ترهګرۍ او له بیلابیلو کړکیچونو سره دمقابلې لپاره د هڅو دمتحد کولو په اړه یوشان نظر لري.

زمونږخبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په ماسکو کښې دایټالیا له خارجه وزیر انجلینو الفانو (Angelino Alfano)سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل ماسکو او روم د ایران داټومی پروګرام او د اټومی موافقې په اړه نږدې او ګډ نظر لری .

د روسیې دباندنیو چارو وزیر سرګی لاوورف وویل ایټالیا او روسیه  له ترهګرۍ او له بیلابیلو کړکیچونو سره  دمقابلې لپاره د هڅو دمتحد کولو په اړه یوشان نظر لری.

سرګی لاوروف په سوچی سیمه کښې د سوریې دملی خبرو د کانفرنس په اړه هم وویل ایټالیا او روسیه باوری دی دغه کانفرنس د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه څلورپنځوسم(2254) پریکړه لیک پراساس د سوریې دمختلفو ډلو ترمینځ دخبرو اترو د ترسره کیدا لپاره هڅې پیاوړی کړې .

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف زیاته کړه  ما د لیبیا د کړکیچ دحل په اړه دایټالیا له خارجه وزیر انجلینو الفانو سره ښې خبرې وکړې او دواړو هیوادونه  د لیبیا په چارو کښې د ملګروملتونو د ځانګړی استازی« غسان سلامه »د اقداماتو  چې د عملیاتی پروګرام پراساس مخ ته روان دی ملاتړ کوی .

د ایټالیا خارجه وزیر انجلینو الفانو هم د روسیې دباندنیو  چارو له وزیر سرګی لاوروف سره  په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل هیواد به یې د بیلابیلو  کړکیچونو د حل په زمینه  کښې له روسیې سره ملګرتیا وکړی ځکه چې ماسکو په نړیوالو او سیمه ایزو پرمختیاو کښې اصلی او اغیزشیندونکی لوبغاړی ګڼی او دواړه هیوادونه په بیلابیلو زمینو کښې نږدې لیدتوګی لری .

هغه په سوچی سیمه کښې د سوریې دملی خبرو اترو په ترسره کولو کښې د ماسکو د رول په مثبت بللو سره وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې دسوریې ډلې او ګوندونه  د خپل هیواد برخلیک وټاکی .