بایکاټ د خلکو د پرمختګ دحق خلاف ورزۍ ده
-
دټولنیزې پراختیا په حوزې کښې له بې وزلۍ سره دمبارزې لومړیتوب او اهمیت باید د سیاسي دباونو لپاره عامل ونه ووسي .
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د استازی مرستیال «اسحاق ال حبیب» بې ثباتۍ په نړۍ کښې د بې وزلۍ د زیاتیدا عامل وباله او ویې ویل اقتصادی بندیزونه د خلکو دپرمختګ دحق خلاف ورزۍ او د پایداره پراختیا دتحقق خنډ دی .
هغه پرون دملګروملتونو د ټولنیزې پراختیا د کمیسیون په شپږپنځوسمې(۵۶) غونډې کښې وویل له هغو مثبتو ګامونو سره سره چې دنړۍ په سویه له بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره اخیستل شوی دی اوس هم دنړۍ په ګوټ ګوټ کښې ګڼ شمیر خلک له سختې بې وزلۍ سره مخ دی .
په ملګروملتونو کښې دایران د دائمی استازی مرستیال اسحاق ال حبیب د مینځنی ختیځ په شمول په نړۍ کښې بې ثباتۍ او وسله والو شخړو ته په اشارې سره د ماشومانو او دښځو دبې وزله کیدا په زیاتیدا کښې ددغو شخړو په اغیز ټینګار وکړ .
هغه ټینګار وکړ چې دټولنیزې پراختیا په حوزې کښې له بې وزلۍ سره دمبارزې لومړیتوب او اهمیت باید د سیاسی دباونو لپاره عامل ونه ووسی .