په لیبیا کښې ماشومان انساني مرستو ته اړین دي
Feb 03, 2018 04:17 Asia/Kabul
یونیسف په لیبیا کښې له ماشومانو سره د فوري انساندوستانه مرستو په ضرورت ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د یونیسف استازي عبدالرحمن غندور په تیرو اوو کالو کښې په لیبیا کښې د رامینځته شویو نښتو له امله د دغه هیواد د حالاتو خرابتیا ته په اشارې سره وویل: ۳ لکه ۷۸ زره ماشومان په لیبیا کښې سمدستي انساندوستانه مرستو ته ضرورت لري.
هغه په ماشومانو باندې د لیبیا د نښتو او تاوتریخوالو منفي اغیزو ته په اشارې سره زیاته کړه: په لیبیا کښې په ۱ لک ۷۰ زره بې ځایه شویو خلکو کښې ۵۴ سلنه ماشومان دي.
لیبیا، اروپا ته د تګ په لاره کښې د افریقايي پناه غواړو د لیږد ترټولو مهم ځاې دی او نن سبا پکښې سلګونه زره مهاجرین او کډوال چې زیاتره پکښې ماشومان دي، دیره دي.
ټیګونه