امریکا په پاکستان کښې پوځی عملیات نه کوی
-
دافغانستان او دپاکستان په اړه دامریکا د ولسمشر ټرمپ نوي ستراتیژۍ دپاکستان لپاره یو(۱) فرصت رامینځته کړی دی .
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د پوځ یوه لوړرتبه جنرال کینیت میک کینزی (Kenneth Mc Kenzie)په دفاع وزارت پینټاګان کښې په یوې(۱) وینا کښې اسلام اباد ته ډاډ ورکړ چې واشنګټن دپاکستان په خاوره کښې د پوځی عملیاتو دترسره کولو هیڅ پلان نلری .
امریکا پاکستان ته دغه ډاډ وروسته له دې ورکړ چې ولسمشر ټرمپ خپلو پوځی جنرالانو ته واک او اختیار ورکړی چې په پاکستان او افغانستان کښې دترهګرو امن پناه ځایونه له مینځه یوسی .
دامریکا یوه بل پوځی جنرال هم وویل له پاکستان سره له اختلافاتو سره سره اسلام اباد په افغانستان کښې دامریکا د بریالیتوب د ترلاسه کولو لپاره ډیر مهم هیواد دی .
دغه راز دامریکا د دفاع وزارت پینټاګان ویاندې میرمن ډانا ډبلیو وایټ (Dana W.White) په پاکستان غږ وکړ چې په جنوبی اسیا کښې ترهګرو ته د ماتی د ورکولو لپاره د واشنګټن په هڅو کښې شامل شی .
هغې وویل مونږ په افغانستان کښې په پوځی عملیاتو کښې د پاکستان د مرستې دترلاسه کولو هڅه کوو .
ډانا وایټ وویل دافغانستان او دپاکستان په اړه دامریکا د ولسمشر ټرمپ نوی ستراتیژۍ دپاکستان لپاره یو(۱) فرصت رامینځته کړی دی چې په سیمه کښې دفعالو ترهګرو ته په ماتی ورکولو کښې له امریکا سره مرسته وکړی .
دامریکا ددفاع وزارت ویاندې ډانا وایټ دغه راز وویل چې زه دپاکستان د چارواکو له دغه وینا سره چې وایی امریکا په افغانستان کښې ناکامه ده موافقه نه یم او زیاته یې کړه مونږ په افغانستان کښې ناکامه شوی نه یوو.
دغه راز دپاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر هم ویلی دی پاکستان یو(۱) خپلواکه هیواد دی او باید ددغه هیواد د واکمنۍ احترام وشی .