د داعش او القاعده ډلو ترمینځ اختلافات زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64783-د_داعش_او_القاعده_ډلو_ترمینځ_اختلافات_زیات_شوی
زمونږ خبریال وایی د مصر د اخوان المسلمین ډلې پخوانی غړی« سامح عید» د القاعده او دداعش ترهګرو ډلو ترمینځ د اختلافاتو دزیاتیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2018 09:38 Asia/Kabul
  • په ستراتيژیکو تفکرونو کښې توپیر ددغو دوو(۲) ډلو  ترمینځ د اختلاف ترټولومهم علت دی .
    په ستراتيژیکو تفکرونو کښې توپیر ددغو دوو(۲) ډلو ترمینځ د اختلاف ترټولومهم علت دی .

زمونږ خبریال وایی د مصر د اخوان المسلمین ډلې پخوانی غړی« سامح عید» د القاعده او دداعش ترهګرو ډلو ترمینځ د اختلافاتو دزیاتیدا خبر ورکړ.

هغه په تیرو میاشتو کښې د القاعده او داعش دوو(۲) ټروریسټی ډلو ترمینځ دجنګونو زیاتیدا ته په اشارې سره وویل په ستراتیژیکو تفکرونو کښې توپیر ددغو دوو(۲) ډلو  ترمینځ د اختلاف ترټولومهم علت دی .

دمصر داخوان المسلمین  ډلې پخوانی غړی «سامح عید» ډاګینه کړه دداعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی چې یو وخت د القاعده ډلې  د اوسنی مشر ایمن الظواهری شاګرد وو  اوس د هغه(ایمن الظواهری ) لخوا په کفر او ګمراهۍ تورن شوی دی .

هغه وویل داعش ډلې په سوریې او عراق کښې له ماتی خوړلو وروسته هڅه کړی ده چې افغانستان او پاکستان ته ورشی او همدغه چارې د القاعده ډلې دمشر ایمن الظواهری غصه ځان پسې لرلی ده او په تیره دا چې د القاعده ډلې ځینې غړی په داعش کښې شامل شوی دی .

سامح عید دغه راز دالقاعده پرضد د داعش ترهګرې ډلې د تیرې میاشتې راپور ته په اشارې سره وویل دالقاعده شاته پاتې مشرانو ته دځپونکی ځواب په نوم سره په اتلس(۱۸) مخیز راپور کښې دداعش ډلې پرضد په وسله وال جنګ ټینګار شوی دی .