دسوریې خلکو دترهګرو پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64799-دسوریې_خلکو_دترهګرو_پرضد_مظاهرې_وکړې
زمونږخبریال وایی دسوریې په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت په شمال کښې د بنش (Binnish)ښار یوشمیر وسیدونکو د النصره ترهګرې ډلې پرضد مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2018 11:17 Asia/Kabul
  • مظاهره چیانو دغه راز النصره ډلې ته اړونده په یوه (۱)امنیتي مرکز د پوځ دحملې دملاتړ په ترڅ کښې برید وکړ .
    مظاهره چیانو دغه راز النصره ډلې ته اړونده په یوه (۱)امنیتي مرکز د پوځ دحملې دملاتړ په ترڅ کښې برید وکړ .

زمونږخبریال وایی دسوریې په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت په شمال کښې د بنش (Binnish)ښار یوشمیر وسیدونکو د النصره ترهګرې ډلې پرضد مظاهرې وکړې .

د سوریې  د ادلب ولایت د بنش ښار په مظاهرو کښې ګډون کونکو دحکومتی عسکرو د عملیاتو دملاتړ په ترڅ کښې د النصره ترهګرې ډلې او دنورو ټروریسټی  ډلو په کړچار اعتراض کښې شعارونه ورکړل او له دغه ښار څخه یې دترهګرو په وتلو ټینګار وکړ .

مظاهره چیانو دغه راز النصره ډلې ته اړونده په یوه (۱)امنیتی مرکز د پوځ دحملې دملاتړ په ترڅ کښې برید وکړ .

له بلې خوا د روسیې دفاع وزارت نن په تیرو څلورویشتو (۲۴)ساعتونو کښې په سوریې کښې  لس() ځله د اووربند دخلاف ورزیو د ثبتیدا خبر ورکړ او ویې ویل په سوریې کښې د روسیې او دترکیې د اووربند داجرا په ګډې کمیټۍ کښې دماسکو استازیو په حلب ولایت کښې درې  (۳)، په لاذقیه ولایت کښې شپږ  (۶) او په دمشق کښې دخلاف ورزۍ یو(۱)مورد ثبت کړی دی  .