دسوریې خلکو دترهګرو پرضد مظاهرې وکړې
-
مظاهره چیانو دغه راز النصره ډلې ته اړونده په یوه (۱)امنیتي مرکز د پوځ دحملې دملاتړ په ترڅ کښې برید وکړ .
زمونږخبریال وایی دسوریې په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت په شمال کښې د بنش (Binnish)ښار یوشمیر وسیدونکو د النصره ترهګرې ډلې پرضد مظاهرې وکړې .
د سوریې د ادلب ولایت د بنش ښار په مظاهرو کښې ګډون کونکو دحکومتی عسکرو د عملیاتو دملاتړ په ترڅ کښې د النصره ترهګرې ډلې او دنورو ټروریسټی ډلو په کړچار اعتراض کښې شعارونه ورکړل او له دغه ښار څخه یې دترهګرو په وتلو ټینګار وکړ .
مظاهره چیانو دغه راز النصره ډلې ته اړونده په یوه (۱)امنیتی مرکز د پوځ دحملې دملاتړ په ترڅ کښې برید وکړ .
له بلې خوا د روسیې دفاع وزارت نن په تیرو څلورویشتو (۲۴)ساعتونو کښې په سوریې کښې لس() ځله د اووربند دخلاف ورزیو د ثبتیدا خبر ورکړ او ویې ویل په سوریې کښې د روسیې او دترکیې د اووربند داجرا په ګډې کمیټۍ کښې دماسکو استازیو په حلب ولایت کښې درې (۳)، په لاذقیه ولایت کښې شپږ (۶) او په دمشق کښې دخلاف ورزۍ یو(۱)مورد ثبت کړی دی .