مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64809-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د ابتکار ورځپاڼی، تر دې نامه لاندی چی «اردوغان او د یوې حملې لانجه»؛ د محمد رضا ستاری په قلم، یو تحلیل   لیکلئ، چی ځینی برخی یی را اخلو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2018 12:48 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د ابتکار ورځپاڼی، تر دې نامه لاندی چی «اردوغان او د یوې حملې لانجه»؛ د محمد رضا ستاری په قلم، یو تحلیل   لیکلئ، چی ځینی برخی یی را اخلو:

 

د سوریې په شمال لویدیځ؛ یعنی عفرین باندی د ترکیې د حملې ورځې له لسو څخه د اوړیدو په حال کی دی، او اټکل کیږی، چی   د حملو دغه موده به له دې څخه لا زیات اوږده شی، او په یوې ستومانونکې جګړې بدله شی. تیرئ؛ په هر معیار او شکل سره؛ د نړیوالو، او انسانی حقوقو او د ګاونډیتوب د دود پایمالول دی، خو ګواکی د کلونو کلونو راهیسی په منځنی ختیځ کی د نړیوالو حقوقو اصولو ته بی پروایی کیږی، او له دغو اصولو څخه وتلی اقدامات بڼه نیسی.

د ترکیې د سیاست او حکومت لمړۍ درجه مقام«رجب طیب اردوغان»، په سوریه کی د دغه هیواد د پوځ او د هغه تر ملاتړ لاندی ځواکونو د څو ورځنیو عملیاتو له لاری، شاید د یوې امنې سیمی د رامنځته کولو، او پخپله خوښه د هغې د مدیریت کولو په لټه کی وی، تر څو په ترکیه کی د سوریې ۳ میلیونه پراته کډوال بیرته ستانه کړی، پداسی حال کی چی د هغوی نږدی ټول کسان، د سوریې له شمالی سیمو څخه نه دی، او د دغه هیواد له نورو جنګ ځپلو سیمو څخه آواره شوی دی. د یادې سیمی د نفوسو د ترکیب بدلول؛ که د ترکیې لمړنئ هدف وی، دویم هدف یی باید؛ د سوریې د شمالی برخو د آرامتیا او امنیت نابودل، په کرد میشتو سیمو باندی په تمرکز سره د سوریی په راتلونکی انتخاباتی پروسې اغیز شیندل، او همداراز د ډموکراتیک اتحاد په ګوند پوری د پیلو ځواکونو کمزوری کول وبولو، چی ترکیه هغه د دغه هیواد د کارګران ګوند(پ؛ ک؛ک)، سوریایی ماډل ګڼی.

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د ملګرو ملتو د راپور په اساس لیکلی دی:« عربستان؛ د یمنی ماشومانو د وژلی مسؤل دئ»

د ملګرو ملتو سازمان په یو راپور کی اعلان وکړ: سعودی عربستان؛ د یمنی ماشومانو د وژلې او معیوبیدو مستقیم مسؤل دئ. دغه راپور د تیری جنورۍ میاشتې په ۱۹ نیټه، د امنیت شورا ته سپارل شوئ دئ. پدغه راپور کی راغلی دی؛ چی عربستان په یمن کی د سل ګونو ماشومانو د وژل کیدو، او د زرګونو نورو ماشومانو د ټپیانیدو مستقیم مسؤل دئ. د دغه راپور سره سم؛ په ورځ کی د عربستان د ائتلاف له خوا، له ۲۰ ؤ څخه تر ۳۰ ؤ پوری د یمن په خلاف هوایی حملی ثبتی شوی دی، چی زیات شمیر یی ښوونځی او کورونه په نښه کړی دی.

پداشان شرایطو کی، د لندن چاپ د ګارډین ورځپاڼی، پخپله سر مقاله کی د دی ټکی په بیانولو سره، چی د یمن جګړه؛ د عربستان د ولیعهد«محمد بن سلمان» د غلطو سیاستونو نتیجه ده، اعلان وکړ: په یمن کی بحران او کړکیچ، په نړۍ کی تر ټولو بده بشری فاجعه ده، او داسی یو جنګ دئ چی بریتانیا؛ له شرم او حیا پرته، عربستان ته د وسلوالی او پوځی مرستې په لیژلو سره، د دغې جګړې د لمبو، او د غیر پوځیانو د وژلې د زیاتیدو سبب شوې ده.

د تهران چاپ د جمهوری اسلامی په ورځپاڼه کی لیکل شوی دی: د بشری حقوقو نړیوال فدراسیون، په بحرین کی د پانسی کولو بی مخینه زیاتیدل؛ وغندل.  

د بشری حقوقو د نړیوال فدراسیون د مشر مرستیال«فلورانس بلیوییه» وویل: په بحرین کی د پانسی کولو د حکمونو د صادریدو زیاتیدل، د زیاتو اندیښمنیو سبب شوی دی؛ ځکه چی دغه اقدامات سربیره پردې، چی د عادلانه  محاکمه کیدو لپاره د کسانو حقوق پایمالوی؛ له تبعیض څخه د ډکو او غیر انسانی سیاسی کړچارونو بیانونکی دی. هغه همداراز ټینګار وکړ: د پانسی سزاګانی؛ د بحرین د مقامونو له خوا، د یوې سیاسی وسیلې په توګه په کار وړلی کیږی. 

د بحرین قضایی ارګان، تیره اونۍ د پانسی یو شمیر حکمونه صادر کړل؛ چی ۲۲ ښاریز پکی شاملیږی، او تیر کال یی هم، دری کسان پانسی کړل؛ چی دغه مسئله د بشری حقوقو د فدراسیون د اعلان په اساس، د بحرین په تاریخ کی مخینه نه لری.

******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو، چی د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه یی څه لیکلی دی:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو حملو په تړاو د پاکستان د لاس لرلو، او په اړه یې د افغان چارواکو او خلکو د غوښتونو په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دی.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی، افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له پاکستانه غوښتی چې په هغه هېواد کې د ترهګرو د پتن ځایونو د تړلو په برخه کې اقدام وکړی.

په مطلب کې راغلی چې نوموړی دغه څرګندونې پرون د جمعې تر لمانځه ورسته په ارګ کې کړی او ویلی چې افغان ملت او دولت د څرګند عمل غوښتونکی دی.

په مطلب کې دا هم راغلی چې ښاغلی غنی د پاکستان دولت سره د ترهګرو او د هغوی د مرکزونو د لېستونو د شریکولو موضوع ته په اشارې ټینګار کړی چې د طالبانو مرکز په پاکستان کې دی او هغه هېواد باید په دې برخه کې اقدام وکړی.

هېواد:

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د هغه لوړ پوړی افغان امنیتی پلاوی په حواله چې په دې وروستیو کې اسلام اباد ته تللی و لیکلی چې پاکستان په لومړی ځل په هغه هېواد کې د تروریستی ډلو پر شتون او د هغه هېواد له خاورې څخه پر افغانستان د حملو اعتراف کړی دی.

هېواد په خپله سرمقاله کې د یاد پلاوی په حواله لیکلی، پاکستانی چارواکو دا ژمنه کړې چې له دې وروسته به د تروریستانو د ځپلو او نښه کولو په هدف خپل استخباراتی اطلاعات هم د افغان کشفی او څارګرو ادارو سره شریک کړی، خو د سرمقاله لیکونکی په باور افغانان تېرو ته په پام سره د پاکستان دغو ژمنو ته د شک په سترګه ګوری.

ملی ارمان:

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلی، له پاکستان څخه دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وشی.

ور ځپاڼه لیکی، په کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو په اړه د افغانستان د ملی امنیت له ادارې سره داسې معتبر اسناد شته چې ښیی، دغه حملې په پاکستان کې د حقانی شبکې له خوا پلان شوې وې.

نو د سر مقاله لیکونکی په باور، افغان حکومت باید دغه تر لاسه شوی اسناد او شواهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاری چې په دې توګه د پاکستان مداخلې په نړیواله کچه محکمومې او تر فشار لاندې ونیولی شی.

******

اوس هم د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

اې بی سی نیوز:

اې بی سی نیوز خپرونې هم د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده، په دې مقاله کې راغلی چې افغان امنیتی ځواکونو په دغه هېواد کې د داعش ډلې پټنځایونه له منځه وړی دی.

مقاله لیکی چې په قلعه واحد سیمه کې تر اوسپنیزو دروازو شاته چاودېدونکی مواد، وسلې او د ځانمرګو بریدونو لپاره واسکټونه زخیره شوی وو.

د مقالې په وینا د داعش ډلې دغه مرکز امنیتی ځواکونو ته یوه نیول شوی سخت دریځی ورښودلی وو.

مقاله زیاتوی چې د داعش ډلې دغه غړی په کابل کې د دوشنبې په ورځ پر پوځی اکاډمۍ په حمله کې نیول شوی وو.

په هغه حمله کې یوولس سرتېری ووژل شول.

وروسته داعش سخت دریځی ډلې د دې حملې مسئولیت ومانه،

مقاله زیاتوی چې داعش غړیو په قلعه واحد کې له خپله مرکزه په کابل کې د درو نورو حملو پلان جوړ کړی وو.

سنډې هرالډ:

د سکاټلنډ چاپ دی سنډې هرالډ ورځپاڼې بیا د هغو افغان ترجمانانو مسئلې ته کتلی چې په افغانستان کې یې د سکاټلنډ له حکومت سره کار کړی وو.

د مقالې په وینا، د سکاټلنډ حکومت اعلان کړی چې قواعد به بدل کړی چې له مخې به یې هغه افغان ترجمانان پوهنتون ته تلای شی چې په افغانستان کې یې له بریتانوی ځواکونو سره کار کړی.

دا اقدام وروسته له هغه کېږی چې شا او خوا درې سوو افغان ترجمانانو نشو کولای په بریتانیا کې لوړې زده کړې وکړی.

اوسمهال د عراق هغه ترجمانان چې په خپل هېواد کې یې له بریتانوی ځواکونو سره کار کړی په بریتانیا کې د لوړو زده کړو اجازه لری.