د بحرین رژیم څلور نور کسان له هیواده وویستل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64811-د_بحرین_رژیم_څلور_نور_کسان_له_هیواده_وویستل
مهر خبری اژانس وایی دبحرین ال خلیفه رژیم د خپلو ښاریزو د حقوقو دخلاف ورزۍ او د ځپلو د څپې په دوام کښې دیوې ښځې په شمول د څلو(۴) ښاریزو تابیعت لغوه کړ او عراق ته یې جلاوطن کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2018 13:11 Asia/Kabul
  • دبحرین خلک د ازادۍ ، د عدالت دټینګیدا او د توپیر دختمیدا او د یوه(۱) منتخب حکومت واک ته درسیدا غوښتنه کوي .
    دبحرین خلک د ازادۍ ، د عدالت دټینګیدا او د توپیر دختمیدا او د یوه(۱) منتخب حکومت واک ته درسیدا غوښتنه کوي .

مهر خبری اژانس وایی دبحرین ال خلیفه رژیم د خپلو ښاریزو د حقوقو دخلاف ورزۍ او د ځپلو د څپې په دوام کښې دیوې ښځې په شمول د څلو(۴) ښاریزو تابیعت لغوه کړ او عراق ته یې جلاوطن کړل .

دبحرین دیکتاتور رژیم وړمه ورځ درې(۳) وړونه سید محمد، سید امیر او سید عبدالنبی او دهغه میرمنه مریم حسینی هوایی ډګر ته بوتلل او په زوره یې عراق ته جلاوطن کړل .

دغه وړونه دبحرین د یوې مشهورې کورنۍ غړی دی او سید امیر الموسوی هم د بحرین ترټولو مشهور مداح دی .

په تیرو څو ورځو کښې د بحرین دال خلیفه رژیم محکمې د کډوالۍ او دهستوګنې له قانون څخه دسرغړونې په تو دیوې(۱) ښځې په شمول د هیواد دلسو (۱۰)ښاریزو تابیعت او ښاریزتوب د ختمولو حکم تائید کړ .

دبحرین دیکتاتور ررژیم په تیرو شپږو(۶) کلونو کښې څه دپاسه یولس زره(۱۱۰۰۰) ښاریز په چټی تورونو او پلمو سره نیولی  او دځینو کسانو تابعیت یې ختم کړی او له هیواد څخه یې ایستلی هم دی .

دبحرین خلکو له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د ال خلیفه دیکتاتور رژیم پرضد پاڅون ته دوام ورکړی دی .

دبحرین خلک د ازادۍ ، د عدالت دټینګیدا او د توپیر دختمیدا او د یوه(۱) منتخب حکومت واک ته درسیدا غوښتنه کوی .