دنړۍهیوادونه دې هغه کډوال چې امریکا ئې وباسی،ونه منی
دامریکا ولسمشر نورو هیوادونو ته خبرداری ورکړ که دامریکا ویستل شوو کسانو ته پناه ورکړی ، نو دهغوی په ضد به امریکا بندیزونه ولګوی او همداراز به له دغو هیوادونو سره دامریکا مالی مرستې غوڅې شی .
ایسو شی ایټیډ پریس آژانس راپورو رکړ دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه نوی جنجال کې دنړۍ نورو هیوادونو ته ګواښ کړی ، که امریکا ځینی بهرنی وګړی وباسی او نور هیوادونه ورته ځای ورکړی ، نو د واشنګټن له سختو بندیزونو سره به مخامخ شی .
ټرمپ بیګا دامریکا د داخلی امنیت د وزارت د لوړپوړو چارواکو او دپولو دساتونکی اوکسټم ادارو د مدیرانو په ټول کې د غیر قانونی کډوالو په ضد د خپل حکومت ددریځونو دفاع وکړه .
دامریکا ولسمشر نورو هیوادونو ته خبرداری ورکړ که دامریکا ویستل شوو کسانو ته پناه ورکړی ، نو دهغوی په ضد به امریکا بندیزونه ولګوی او همداراز به له دغو هیوادونو سره دامریکا مالی مرستې غوڅې شی .
له کله چې ډونالډ ټرمپ دامریکا ولسمشر شوی ، واشنګټن په کرتو نور هیوادونه دمالی مرستو په غوڅولو ګواښلی دی .
په عین حال کې د امریکا حکومت تیر کال او همداراز د روان کال په جنورۍ کې د پاکستان او فلسطین دکورواکه تشکیلاتو حکومتونه په مالی مرستو غوڅولو ګواښلی چې په تیره بیا له پاکستان سره ئې له دې وروسته اړیکې تر ډیره ترینګلی شوی هم دی . همداراز امریکا په جنورۍ کې دفلسطنیو کډوالو د ادارې (آنروا) لپاره هم مرستندویه او کارکونکی ادارې سره مالی مرستې غوڅې کړی دی .