سوریې دامریکا چټی تور په کلکه رد کړ
-
دامریکا تورونه داسې دروغ دي چې دسوريې په داخل کښې د امریکا د ملګرو د جعلي قیصو پراساس مطرح شوي دي .
زمونږخبریال وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزارت د دمشق په« غوطه شرقی» سیمه کښې له کیمیاوی وسلو داستفادې په اړه د امریکا تورونه رد کړل .
د سوریې دباندنیو چارو وزارت پرون مازیګر ټینګار وکړ دامریکا وروستی تورونه چې وایی د سوریې پوځ دمشق ته نږدې په غوطه شرقی کښې د ترهګرو او بلواګرو پرضد کیمیاوی وسلې استعمال کړی دی بې اساسه او دروغ دی .
د سوریې دبهرنیو چارو وزارت وویل دامریکا تورونه داسې دروغ دی چې دسوریې په داخل کښې د امریکا د ملګرو د جعلی قیصو پراساس مطرح شوی دی .
تیر میلای کال کښې هم دامریکا پوځ دسوریې په «ادلب» ولایت کښې په خان شیخون سیمه کښې د کیمیاوی حملې تور ته په غبرګون کښې چې د سورې دحکومت کار بلل شوی وو په الشعیرات پوځی اډې توغندی ویشتلی وو .
دسوریې حکومت په ځلونو په دغه هیواد کښې دترهګرو پرضد د کیمیاوی وسلو د استعمالو خبر رد کړی او هغه یې ددمشق په حکومت ددباو د راوستلو لپاره یو (۱)جعلی پلان ګڼلی دی .
په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې په خپله امریکا، انګلستان، فرانسه ، سعودی عربستان ، ترکیه ، اردن ،اسرائیل ، قطر ، بحرین ، کویت ، متحده عربی امارات او ځینې نورعرب او اروپایی هیوادونه کوی .