په سوریې کښې د روسیې الوتکه نسکوره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64843-په_سوریې_کښې_د_روسیې_الوتکه_نسکوره_شوه
زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې دیره ترهګرو په شمال لویدیځ کښې دادلب ولایت په سراقب(Saraqeb) سیمه کښې له حکومتی عسکرو سره په سخت جنګ کښې د روسیې سو پینځویشت(Su -25) ډوله جنګی الوتکه نسکوره کړه او پایلوټ یې هم وواژه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2018 01:57 Asia/Kabul
  • امریکا او سعودي عربستان د خپلوملګرو هیوادونو په مټ له ترهګرو سره هرډول مرستې کوي .
    امریکا او سعودي عربستان د خپلوملګرو هیوادونو په مټ له ترهګرو سره هرډول مرستې کوي .

زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې دیره ترهګرو په شمال لویدیځ کښې دادلب ولایت په سراقب(Saraqeb) سیمه کښې له حکومتی عسکرو سره په سخت جنګ کښې د روسیې سو پینځویشت(Su -25) ډوله جنګی الوتکه نسکوره کړه او پایلوټ یې هم وواژه .

د روسیې دفاع وزارت تائید کړه چې  دسوریې په ادلب ولایت کښې  ددغه هیواد سو پینځویشت(Su -25) ډوله جنګی الوتکو نسکوره شوی او ویې ویل پایلوټ یې هم له ترهګرو سره په  جنګ کښې وژل شوی .

په سوریې کښې دیره ترهګرو د روسیې دغه الوتکه له ځمکې څخه  هوا ته په ویشتونکی توغندی  سره غورځولی ده .

د روسیې د نسکورې شوی الوتکې پایلوټ هغه وخت ووژل شو کله چې هغه په وسله والو ترهګرو چې دده دنیولو هڅه یې کوله په تماچې سره ډزې وکړې .

د روسیي جنگي الوتکو دغه راز د سوریې په ادلب ولایت کښې په هوايي حملو کښې القاعده ډلې ته اړونده دیرش ټروریسټان هم هلاک کړي دي .

ایران او روسیه په سوریې کښې له ترهګرو سره حقیقی او صادقانه مبارزه کوی خو امریکا او سعودی عربستان د خپلوملګرو هیوادونو په مټ له ترهګرو سره هرډول مرستې کوی .