په سوریې کښې د روسیې الوتکه نسکوره شوه
-
امریکا او سعودي عربستان د خپلوملګرو هیوادونو په مټ له ترهګرو سره هرډول مرستې کوي .
زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې دیره ترهګرو په شمال لویدیځ کښې دادلب ولایت په سراقب(Saraqeb) سیمه کښې له حکومتی عسکرو سره په سخت جنګ کښې د روسیې سو پینځویشت(Su -25) ډوله جنګی الوتکه نسکوره کړه او پایلوټ یې هم وواژه .
د روسیې دفاع وزارت تائید کړه چې دسوریې په ادلب ولایت کښې ددغه هیواد سو پینځویشت(Su -25) ډوله جنګی الوتکو نسکوره شوی او ویې ویل پایلوټ یې هم له ترهګرو سره په جنګ کښې وژل شوی .
په سوریې کښې دیره ترهګرو د روسیې دغه الوتکه له ځمکې څخه هوا ته په ویشتونکی توغندی سره غورځولی ده .
د روسیې د نسکورې شوی الوتکې پایلوټ هغه وخت ووژل شو کله چې هغه په وسله والو ترهګرو چې دده دنیولو هڅه یې کوله په تماچې سره ډزې وکړې .
د روسیي جنگي الوتکو دغه راز د سوریې په ادلب ولایت کښې په هوايي حملو کښې القاعده ډلې ته اړونده دیرش ټروریسټان هم هلاک کړي دي .
ایران او روسیه په سوریې کښې له ترهګرو سره حقیقی او صادقانه مبارزه کوی خو امریکا او سعودی عربستان د خپلوملګرو هیوادونو په مټ له ترهګرو سره هرډول مرستې کوی .