امریکا د ترهګرو په ملاتړ سره ترکیې ته ګواښ کوی
-
په امریکا سربیره ترکیه هم په سوریې ،عراق ، لیبیا او قفقاز سیمه کښې له بیلابیلو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي ،استخباراتي او پوځي مرستې کوي .
مهر خبری اژانس وایی د ترکیې دباندنیو چارو وزیر «مولود چاوش اوغلو »وویل له ترهګرو ملاتړ د ترکیې امنیت ته ګواښ کوی .
هغه پرون دکاناډا له اوتاوا لایف(Ottawa Life) مجلې سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې له ټروریسټانو د امریکا ملاتړ دترکیې امنیت له خطر سره مخ کوی وویل د واشنګټن دغه کړچار به د امریکا او د ترکیې ملګرتیا ترټولو ټیټې سویې ته ورسوی .
دسوریې له ډیموکراټیک اتحاد ګوند(PDP) ، له خلق مدافع ډلې (YPG)او د ترکیې د کردستان له کارګرانو ګوند (PKK) دامریکا ملاتړونه د ترکیې او د امریکا د اړیکو د خړپړیدا سبب شوی دی .
په امریکا سربیره ترکیه هم په سوریې ،عراق ، لیبیا او قفقاز سیمه کښې له بیلابیلو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی ،استخباراتی او پوځی مرستې کوی .
ترکیه دغه راز په هیواد کښې دداعش ډلې ډیروغړیوته روزنه ورکړی ده او په سوریې کښې د ژوبلو ترهګرو مفته درملنه یې هم کړی ده .