مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د افکار ورځپاڼی په یو سرټکی کی لیکل شوی دی: د بریتانیې پارلمان د«بن سلمان» له سفر سره مخالفت وکړ. «د شاهزاده دیپورټ». بریتانیی ته د عربستان د ولیعهد له سفر سره د مخالفت اندازه، هره ورځ زیاتیږی. تر دې ځایه پوری؛ چی خبر رسیږی د بریتانیی پارلمان څه د پاسه لس غړی، لندن ته د«محمد بن سلمان» د سفر د منعی غوښتونکی شوی دی.
که څه هم؛ په تیرو دریو کلونو کی په یمن باندی د سعودی عربستان او د هغه د متحدینو د حملو د سختیدو له کبله، له عربستان سره د بریتانیی د خلګو او مقامونو د مخالفت اندازه زیاته شوې ده، خو د« ټر زامی» دولت تر اوسه پوری، ریاض ته د وسلو د صادراتو د بندولو، او همداراز له عربستان سره د ډیپلماټیکو اړیکو د کچې کمولو په اړه، د دغو کسانو غوښتنی په پام کی نه دی ساتلی.
په یمن کی د سعودی عربستان د جنایتونو په باره کی، له مختلفو ګوندونو څخه د بریتانیی د پارلمان یوې ډلې نمایندګانو، د یو طومار په لاسلیکولو سره، د بریتانیی له صدراعظمی وغوښتل؛ چی د عربستان په داخل او بهر کی د«محمد بن سلمان» د جنایتونو په خاطر، دغه هیواد ته د هغه سفر لغوه کړی.
******
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د عفوې د نړیوال سازمان د راپور په اساس لیکل شوی دی:« په پراخه پیمانه د بشری حقوقو پایمالیدل، د عربستان د پرمختګ نه کولو اصلی عامل دئ »
د عفوی نړیوال سازمان په یو راپور کی په عربستان کی د بشری حقوقو پراخ او هدفمن پایمالیدل، د یاد هیواد د پرمختګ په وړاندی ډیر ستر او اصلی خنډ وباله.
د یاد سازمان د اعلان په اساس، د عربستان د پرمختګ لپاره، د د سیاسی فعالانو؛ ورځپاڼه لیکونکو، پوهنتونوالو او مخالفانو د ځپلو بندول؛ د ښځو په خلاف د پلان شوی تبعیض ختمول؛ د شیعه لږکیو د آزار او تعقیب پایته رسول، او د پانسی او شکنجه کولو بندول لازمی دی. د عفوی نړیوال سازمان همداراز په یمن د عربستان له ړندو او بی هدفو حملو، او پدغه هیواد کی د ریاض تر امر لاندی ائتلاف له خوا د بشری حقوقو له پایمالیدو څخه، په سیمه کی د بشری حقوقو د نقضیدو د مثالونو په توګه یادونه وکړه.
پداشان شرایطو کی؛ د بریتانیی د پارلمان نمایندګانو، په یو لیک کی، د دغه هیواد له صدراعظمی« ټر زامی» څخه وغوښتل، چی لندن ته د عربستان د ولیعهد« محمد بن سلمان» سفر لغو کړی.
*******
د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی پدی هکله یو راپور لولو؛ چی« د امریکی دفاع وزارت؛ له روسیې سره د مقابلې لپاره، د
امریکی د اټمی بمونو د شمیر د زیاتیدو وړاندیز وکړ»
پنټاګون؛ د امریکی د اټمی وضعیت د نوی سند په خپرولو سره، وړاندیز وکړ؛ چی واشنګټن د مسکو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره، د اټمی وسلو شمیر زیات؛ او قدرت یی کم کړی.
د امریکی د دفاع وزارت د اعلان په اساس، دغه وسلې به د قدرتمنو اټمی وسلو پرځای غوره شی. پدې توګه واشنګټن د اټمی وسلو شمیر زیاتوی، خو د هغو قدرت کموی. دا پداسی حال کی ده؛ چی د امریکی اوسنۍ اټمی وسلی دومره قدرتمنی دی، چی په جګړه او پوځی مقابله کی له هغو څخه د استفادی کولو احتمال ډیر کم دئ، خو نوی اټمی وسلی به؛ د تخریب د لا لږ قدرت په لرلو سره، په مقابلو کی د استفادې کولو امکان ولری.
په همدی حال کی د روسیې پارلمان د امنیتی او دفاعی کمیټی لمړی مرستیال« فرانتس کلینتسویچ »، د امریکی د اټمی سند په عکس العمل کی تاکید وکړ: مسکو د دی توان لری؛ چی د اروپا په ختیځ او د بالتیک په سیمه کی، د ناټو او امریکی په اډو کی د اټمی وسلو د احتمالی مستقریدو په وړاندی، چټک او پریکنده عکس العمل وښیې.
په امریکا کی د روسیې سفیر«آناتولی آنتونوف» هم اعلان وکړ: واشنګټن؛ د روسیې له ګواښونو څخه، د خپلو اټمی پروګرامونو د پراختیا لپاره د یوې پلمې په توګه استفاده کوی، پداسی حال کی چی اصلی هدف، د پوځ او د وسلو د صنایعو لپاره د زیاتی بودجې بیلول دی.
******
د تهران چاپ د ایران په ورځپانه کی د ملګرو ملتو د راپور په حواله لیکل شوی دی:« شمالی کوریا د وسلو په پلورلو سره، له بایکاټونو څخه ځان ایستلئ دئ»
د ملګرو ملتو سازمان؛ شمالی کوریا پدی تورنه کړه چی له نړیوالو بایکاټونو څخه یی سرغړونه کړې، او په یو شمیر هیوادونو یی وسلې پلورلی دی. پدغه راپور کی راغلی دی: د هغې ګټې اندازه؛ چی په ۲۰۱۷ م کال کی د ډبرو سکرو په شان کالیو د غیر قانونی صادراتو له لارې، د پیونګ یانګ په برخه شوې ده، ۲۰۰ میلیون ډالرو ته رسیدلې، چی پدی توګه ویلای شو پیونګ یانګ کړای شوی دی، په آسانۍ سره له هغو بندیزونو څخه ځان خلاص کړی، چی امریکې په وروستی یو کال کی هڅه کړې ده، د شمالی کوریا په ضد ولګوی.
د ملګرو ملتو د خپلواکو څارونکو، په یو ۲۱۳ پاڼیز راپور کی ادعا شوې ده: چی شمالی کوریا، له ۲۰۱۲ کال څخه تر۲۰۱۷ مو کلونو پوری، د وسلو څه د پاسه ۴۰ بارونه؛ چی د بالستیک توغندیو په جوړولو کی استفاده ورڅخه کیږی، د سوریې تحقیقاتی او مطالعاتی مرکزونو ته لیژلی دی.
******
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د پاکستانی پلاوی د سفر په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.
ملی ارمان:
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلی، په کابل کې تر خونړیو حملو او پاکستان ته د افغان پلاوی تر سفر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیالې په مشرۍ د هغه هېواد پلاوی هم کابل ته راغی چې له خپل سیال سره په بهرنیو چارو وزارت کې وګوری او خبرې وکړی.
سرمقاله لیکونکی لیکلی، دا سفر داسې مهال کېږی چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې شوی او افغان ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا ویلی چې ترهګر په پاکستان کې امن پټنځایونه لری او له طالبانو ملاتړ کوی.
ورځپاڼه لیکی، افغان چارواکی باید د پاکستان په خبرو نور دوکه نشی، تر کومه چې د هغه هېواد عملی اقدام یې نه وی لیدلای.
د ورځپاڼې په باور، تجربو ثابته کړې چې پاکستان له افغانستان سره تر اوسه کومې ژمنې چې کړې هم دی، عملی کړې یې نه دی.
انیس:
انیس دولتی ورځپاڼې په کابل کې د دواړو هېوادونو د پلاوو له خبرو د خلکو د تمې په اړه لیکلی دی.
ورځپاڼه په خپله سر مقاله کې لیکی، مخکې تر دې افغان چارواکو پاکستانی چارواکو ته معتبر اسناد او شواهد سپارلی، نو د خلکو هیله دا ده چې د کابل ناسته ښې پایلې ولری او د داسې اقداماتو په اړه په کې پرېکړې وشی چې له مخې یې په افغانستان کې انتحاری حملې راکمې شی.
مسیر:
مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه مطرح کړې چې دغه خبرې اترې څه ګته لری؟
په سرمقاله کې راغلی، د پاکستان دریځ لا هم پخوانی دی او کوم بدلون په کې نه ښکاری، لا هم په خپله خاوره کې ترهګرو ته خوندی ځایونه ورکوی، روزنه او تجهیز یې کوی او افغانستان ته یې د جګړې لپاره رالېږی.
مسیر لیکی، په دې ټولو کې زیاتوالی راغلی، خو کم والی نه دی راغلی، نو د سرمقاله لیکونکی په باور، د هغه هېواد سره د خبرو اړتیا څه ده؟
د ورځپاڼې په باور، دا یوازې د وخت ضایع کول نه دی، بلکې پاکستانیان له دې خبرو ګټه اخلی.