چین د امریکا له نوې ایټمي استراتژۍ سره مخالفت وکړ
د چین د دفاع وزارت ویندویي د امریکا له نوې ایټمي استراتژۍ سره د مخالفت خبر ورکړ.
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې رن گوئو چیانگ" Ren Guo Chiang پرون په بیجنګ کې د خبریالانو په ټول کې له امریکا وغوښتل چې د ساړه جنګ د وخت افکار پریږدي او په ایټمي بې وسلې کولو کې په خپل مسوولیت عمل وکړي.
هغه زیاته کړه : چين د ایټمي وسلو د پراختیا په زمینه کې همیشه له زغمه کار اخستی او خپل ایټمي توان یې د ملي امنیت د اړتیا په ډیره ټیټه سطحه کې ساتلی دی.
د چین د دفاع وزارت ویندیوي په دې اعلان سره چې هیواد یې په نړیواله ټولنه کې په سوله ټینګار لري او په خپله هم پرې پابند دی وویل د دغه هیواد پوځی سیاست یوازې دفاعي بڼه لري.
د امریکا په نوې ایټمي استراتژۍ کې راغلې دي چې روسیه او چین په چټکتیا سره د خپل ایټمی توان په نوې کولو لګیا دي.
له دې مخکې د چین مقاماتو د امریکا له نوې ایټمي استراتژۍ سره چې چین یې ایټمي ګواښ بللی و مخالفت کړی دی.