چین د امریکا له نوې ایټمي استراتژۍ سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64915-چین_د_امریکا_له_نوې_ایټمي_استراتژۍ_سره_مخالفت_وکړ
د چین د دفاع وزارت ویندویي د امریکا له نوې ایټمي استراتژۍ سره د مخالفت خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2018 03:02 Asia/Kabul
  • چین د امریکا له نوې ایټمي استراتژۍ سره مخالفت وکړ

د چین د دفاع وزارت ویندویي د امریکا له نوې ایټمي استراتژۍ سره د مخالفت خبر ورکړ.

 

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې رن گوئو چیانگ" Ren  Guo Chiang  پرون په بیجنګ کې د خبریالانو په ټول کې له امریکا وغوښتل چې د ساړه جنګ د وخت افکار پریږدي  او په ایټمي بې وسلې کولو کې په خپل مسوولیت عمل وکړي.

هغه  زیاته کړه : چين د ایټمي وسلو د پراختیا په زمینه کې همیشه له زغمه کار اخستی او خپل ایټمي توان یې د ملي امنیت د اړتیا په ډیره ټیټه سطحه کې ساتلی دی.

د چین  د دفاع وزارت ویندیوي  په دې اعلان سره چې هیواد یې په نړیواله ټولنه کې په سوله ټینګار لري او په خپله هم پرې پابند دی وویل د دغه هیواد پوځی سیاست یوازې دفاعي بڼه لري.

 د امریکا په نوې ایټمي استراتژۍ کې راغلې دي چې روسیه او چین په چټکتیا سره د خپل ایټمی توان په نوې کولو لګیا دي.

له دې مخکې د چین مقاماتو  د امریکا له نوې ایټمي استراتژۍ سره چې  چین یې ایټمي ګواښ بللی و مخالفت کړی دی.