د پاکستان خلګو د کشمیریانو په ملاتړ مظاهری وکړې
د پاکستان د پایتخت« اسلام آباد » په شمول، د یاد هیواد د مختلفو ښارونو خلګو، د مظاهرو په کولو سره له کشمیریانو ملاتړ وکړ.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، نن سهار د اسلام آباد؛ کراچۍ؛ لاهور؛ کویټې؛ پیښور؛ راولپنډۍ او د پاکستان تر کنټرول لاندی کشمیر خلګو په شمول، د دغه هیواد په مختلفونو ښارونو کی د مظاهرو په کیدو سره، د کشمیر له خلګو سره د ملګرتیا او یو موټی توب اعلان وشو.
پدغو مظاهرو کی وینا کونکو؛ د کشمیر له خلګو او د کشمیریانو له مبارزې څخه د ملاتړ په کولو سره، د کشمیر په باره کی د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو د اجرایی کیدو غوښتنه وکړه.
د پاکستان ؤلس مشر«ممنون حسین» او د دغه هیواد لمړی وزیر«شاهد خاقان عباسی»هم، په بیلابیلو پیغامونو کی د کشمیریانو په ملاتړ ټینګار وکړ، او ویی ویل؛ چی پاکستان د کشمیر خلګو ملاتړئ دئ.
نن دوشنبه؛ له کشمیر سره د ملګرتیا او یوموټی توب د ورځې په مناسبت، په پاکستان کی رسمی رخصتې ده.