امریکا په عراق کښې دعسکرو شمیر کموی
-
په عراق کښې له پوځي شتونه دامریکا هدف د داعش ډلې ملاتړ او ددغه ډلې د له مینځه تلو د مخنیوي لپاره هڅه ده .
زمونږخبریال وایی دداعش پرضد دعراق د عسکرو له بریالیتوب وروسته د بغداد حکومت وویل چې امریکا په دغه هیواد کښې دخپلو پوځیانو شمیر کموی .
خو د امریکا دفاع وزارت پینټاګان له عراق څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو لپاره د دواړو هیوادونو د موافقې دخبر په دروغ بللو سره وویل واشنګټن له عراق څخه دخپلو عسکرو د ایستلو لپاره هیڅ پلان نلری .
ایسوسی ایټیډ پریس خبری اژانس پرون د عراق د حکومت دیوه(۱) چارواکی په قول ویلی وو امریکا له عراق څخه دخپلوعسکرو د ایستلو کار پیل کړی دی .
ددغه خبر له خپریدا وروسته دامریکا دفاع وزارت پینټاګان په یوې(۱) بیانیې کښې ټینګار وکړ نه یوازې په نږدې راتلونکی کښې له عراق څخه دخپلو عسکرود ایستلو اراده نلری بلکې واشنګټن دعراق له حکومت سره د دغه هیواد دعسکرو د روزنې په اړه هم موافقه کړی ده .
امریکا په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې له بیا بیا ماتیو وروسته له عراق څخه وتلوته مجبوره شوه خو په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې له داعش سره دمبارزې په پلمه او دیوه(۱) نړیوال ائتلاف په مشرۍ یوځل بیا عراق ته ورغله .
په عراق کښې له پوځی شتونه دامریکا هدف د داعش ډلې ملاتړ او ددغه ډلې د له مینځه تلو د مخنیوی لپاره هڅه ده .