په مالدیپ کښې بیړنی حالت ټینګ شوی
-
دمالديپ سیاسي ګوندونو د هیواد ولسمشر عبدالله یامین په مالي فساد تورن کړی دی .
زمونږخبریال وایی په مالدیپ کښې تر پینځلسو (۱۵)ورځو پورې بیړنی حالت(Emergency) ټینګ شوی دی دغه فیصله په هیواد کښې د روان سیاسی کړکیچ په وجه غوره شوی ده .
دمالدیپ ولسمشر عبدالله یامین د سترې محکمې لخوا په ډیموکراټیک ډول دپخوانی منتخب ولسمشر پرضد دحکم په غیرقانونی بللو او د سیاسی بندیانو دخوشی کولو په هکله د سترې د حکم له منلو انکار کړی وو .
د مالدیپ سترې محکمې د پخوانی جلاوطن ولسمشر محمد نشیدکا محاکمه کول غیر قانونی بللی وو .
دمالدیپ حکومت اوس په هیواد کښې په روان سیاسی کړکیچ د کنټرول لپاره تر پینځلسو(۱۵) ورځو پورې بیړنی حالت اعلان کړی دی .
ددغه حکم پراساس د مالدیپ امینتی ځواکونوته زیات اختیارات ورکړل شوی چې پراساس یې د خلکو دنیولو او د زندانی کولو حق لری .
رسنیو ویلی دی چې دمالدیپ پخوانی ولسمشر مامون عبدالقیوم د حکومت لخوا نیول شوی دی .
دمالدیپ سیاسی ګوندونو د هیواد ولسمشر عبدالله یامین په مالی فساد تورن کړی دی .