په مالدیپ کښې بیړنی حالت ټینګ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64991-په_مالدیپ_کښې_بیړنی_حالت_ټینګ_شوی
زمونږخبریال وایی په مالدیپ کښې تر پینځلسو (۱۵)ورځو پورې بیړنی حالت(Emergency) ټینګ شوی دی دغه فیصله په هیواد کښې د روان سیاسی کړکیچ په وجه غوره شوی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2018 01:33 Asia/Kabul
  • دمالديپ سیاسي ګوندونو د هیواد ولسمشر عبدالله یامین په مالي فساد تورن کړی دی .
    دمالديپ سیاسي ګوندونو د هیواد ولسمشر عبدالله یامین په مالي فساد تورن کړی دی .

زمونږخبریال وایی په مالدیپ کښې تر پینځلسو (۱۵)ورځو پورې بیړنی حالت(Emergency) ټینګ شوی دی دغه فیصله په هیواد کښې د روان سیاسی کړکیچ په وجه غوره شوی ده .

دمالدیپ ولسمشر عبدالله یامین د سترې محکمې لخوا په ډیموکراټیک ډول دپخوانی منتخب ولسمشر پرضد دحکم  په غیرقانونی بللو او د سیاسی بندیانو دخوشی کولو په هکله   د سترې د حکم له منلو انکار کړی وو .

د مالدیپ سترې محکمې د پخوانی جلاوطن ولسمشر محمد نشیدکا محاکمه کول غیر قانونی بللی وو .

دمالدیپ حکومت اوس په هیواد کښې په روان سیاسی کړکیچ د کنټرول لپاره تر پینځلسو(۱۵) ورځو پورې بیړنی حالت اعلان کړی دی .

ددغه حکم پراساس د مالدیپ امینتی ځواکونوته زیات اختیارات ورکړل شوی چې پراساس یې د خلکو دنیولو  او د زندانی کولو حق لری .

رسنیو ویلی دی چې دمالدیپ پخوانی ولسمشر مامون عبدالقیوم د حکومت لخوا نیول شوی دی .

دمالدیپ سیاسی ګوندونو د هیواد ولسمشر عبدالله یامین په مالی فساد تورن کړی دی .