روسیې او فرانسې داټومی تړون په اجرا ټینګار وکړ
Feb 06, 2018 01:45 Asia/Kabul
-
دامریکا ولسمشر ټرمپ تل د اټومي موافقې د نورولوروهیوادونو د دریځونو په اپوټه دایران اټومي تړون یو(۱) ویرونکی تړون بللی .
فارس خبری اژانس وایی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئ لاروف او د فرانسې دباندنیو چارو وزیر «ژان ایو لوډریان» بیګا په ټیلی فونی خبرو کښې اټومی موافقې ته د ټولو لورو د پاې بندۍ پراړتیا ټینګار وکړ .
د فرانسې او دروسیې خارجه وزیرانو ډاګینه کړه پاریس او ماسکو د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې اټومی موافقې ته ژمن دی .
هغوې دغه راز په کامل ډول د ایران او دپینځه جمع یوې(۵+۱) ډلې داټومی تړون د اجرا غوښتنه وکړه .
دامریکا ولسمشر ټرمپ تل د اټومی موافقې د نورولوروهیوادونو د دریځونو په اپوټه دایران اټومی تړون یو(۱) ویرونکی تړون بللی او دهغه دله مینځه وړلو غوښتنه کوی خو نړۍ د ټرمپ له دغه غلیمانه اقدام سره مخالفه ده .
ټیګونه