امریکاپخپلې نوی ایټمی سټراټژۍسره دنړۍسوله او ثبات ګواښی
امریکا همدااوس ددنیا تر ټولو زیات ایټمی سلاکوټونه لری او پخپله دغه نوی اقدام سره په نړۍ کې د ایټمی انډول سره ګډوډوی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ د چین دخارجه وزارت ویندوی ګینګ شوانګ نن په بیجینګ کې دخبریالانو په ټول کې ووئیل امریکا په دغې سټراټژۍ سره وښودله چې په نړۍ کې د سولې دټینګیدا لپاره هیڅ اهمیّت نه ورکوی او دایټمی وسلو د ختمولو سیاستونو ته کوم پام نه کوی .
هغه زیاته کړې امریکا همدااوس ددنیا تر ټولو زیات ایټمی سلاکوټونه لری او پخپله دغه نوی اقدام سره په نړۍ کې د ایټمی انډول سره ګډوډوی
له دې مخکې هم دچین چارواکو دامریکا له نوی ایټمی سټراټژۍ سره چې چین ئې ایټمی ګواښ بللی ؤ ، مخالفت کړی دی .
دامریکا په نوی ایټمی سټراټژۍ کې راغلی دی روسیه او چین دخپل ایټمی توان د ماډرنولو په حال کې دی .