امریکاپخپلې نوی ایټمی سټراټژۍسره دنړۍسوله او ثبات ګواښی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65013-امریکاپخپلې_نوی_ایټمی_سټراټژۍسره_دنړۍسوله_او_ثبات_ګواښی
امریکا همدااوس ددنیا تر ټولو زیات ایټمی سلاکوټونه لری او پخپله دغه نوی اقدام سره په نړۍ کې د ایټمی انډول سره ګډوډوی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 06, 2018 09:15 Asia/Kabul
  • امریکاپخپلې نوی ایټمی سټراټژۍسره دنړۍسوله او ثبات ګواښی

امریکا همدااوس ددنیا تر ټولو زیات ایټمی سلاکوټونه لری او پخپله دغه نوی اقدام سره په نړۍ کې د ایټمی انډول سره ګډوډوی

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  د چین دخارجه وزارت ویندوی ګینګ شوانګ   نن  په بیجینګ  کې  دخبریالانو په ټول کې  ووئیل امریکا په  دغې سټراټژۍ سره   وښودله چې  په نړۍ کې   د  سولې  دټینګیدا لپاره  هیڅ اهمیّت نه ورکوی  او  دایټمی  وسلو د ختمولو سیاستونو ته  کوم پام نه کوی .

 هغه زیاته کړې    امریکا  همدااوس  ددنیا تر ټولو زیات ایټمی سلاکوټونه لری او  پخپله دغه نوی اقدام سره  په نړۍ کې د  ایټمی  انډول  سره ګډوډوی 

  له دې مخکې هم  دچین چارواکو   دامریکا   له نوی ایټمی  سټراټژۍ سره چې  چین ئې ایټمی ګواښ بللی ؤ ،  مخالفت کړی دی . 

   دامریکا  په نوی ایټمی سټراټژۍ کې  راغلی دی  روسیه  او چین  دخپل ایټمی توان د ماډرنولو  په حال کې دی .