مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65025-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی تر دی سرلیک لاندی چی« د فلسطین د خپلواک هیواد له رسمیت پیژندنی څخه د اروپا ملاتړ» لیکلی دی: د بیت المقدس په سر؛ له اسرائیلو سره د یو شمیر اروپایی هیوادونو او ارګانونو لانجه دوام لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2018 11:44 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی تر دی سرلیک لاندی چی« د فلسطین د خپلواک هیواد له رسمیت پیژندنی څخه د اروپا ملاتړ» لیکلی دی: د بیت المقدس په سر؛ له اسرائیلو سره د یو شمیر اروپایی هیوادونو او ارګانونو لانجه دوام لری.

د اروپا کمیسیون؛ پخپل ډیر نوی راپور کی، د ختیځ بیت المقدس له ټولنیزې او اقتصادی ودې څخه د اروپا اتحادیې د ملاتړ په ژمنې باندی پر پاتی کیدو په ټینګار سره، اعلان کړئ؛ چی دغه اتحادیه د سیمې  د خلګو د توانمنولو، او پدی ښار کی د ځوانانو او خصوصی برخې په ګټه د هدفمنو اقداماتو له لارې، د فلسطینیانو له شتون څخه د ملاتړ په منظور، د یو شمیر پروژو بودجه پوره کوی.

د اروپا کمیسیون؛ د مرستې یوه نوې ٥/٤٢ میلیون یورویی بسته په پام کی نیولې ده، چی ٩/١٤ یورو یی د ختیځ بیت المقدس لپاره بیل شوی، او ٦/٢٧ میلیون یورو یی په سیاستونو کی د هدفمنو اصلاحاتو له لارې، د یو فلسطینی ډموکراتیک او ځواب ویونکی دولت د جوړیدو لپاره لګیږی.

د اروپا اتحادیی څه موده وړاندی هم، د فلسطین له کور واګه حکومت څخه د ملاتړ په منظور، د ١/١٥٨ میلیون یورو په اندازه مرسته، او ۱۰۷ میلیون یورو د فلسطینی کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د کار او مرستی رسونی آژانس ته وړاندی کړل.  

*******

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د اردن پاچا له قوله لیکل شوی دی:« امریکا له اسلام څخه درست درک او شناخت نه لری»

د اردن پاچا؛ د اسلام په باره کی د امریکی د ؤلس مشر د څرګندونو په عکس العمل کی ټینګار وکړ: د امریکی دولت او

پخپله ټرمپ، له اسلام څخه کافی شناخت او درست درک نه لری.

دویم عبدالله؛ د«سی؛ان؛ان» شبکې له مشهور امریکایی خبریال «فرید زکریا» سره په مرکه کی وویل: زه باوری یم چی د امریکی په کانګرس او دولت کی، له اسلام څخه درست شناخت او کافی درک وجود نه لری. ده، له اسلام څخه په دفاع کی وویل: د اسلام اصول؛ د یهودیت او مسیحیت په شمول د نورو مذهبونو له اخلاقی فضایلو سره ورته دی، اسلام د کرکې او بیزارۍ دین نه دئ، موږ مسلمانان په حضرت عیسی مسیح ع، او حضرت مریم س ایمان لرو، موږ په انجیل او تورات باور لرو، او فکر کوم چی موږ ټول پداشان باورونو سره لوی شوی یو.

د اردن پاچا زیاته کړه: هغه مشکل چی په اوس حال کی یی لرو دا دئ؛ چی دا مسئله درک شوې نه ده، چی مسلمانان؛ د مسیحیانو، یهودیانو او د نورو ادیانو د پیروانو ترڅنګ، د افراط پالنې او ټروریزم له ستونځې سره چی یوه اوږ مهاله ستونځه ده؛ مبارزه کوی. 

*******

 د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی د یو صهیونیسټ جنرال 

له قوله لیکل شوی دی:«سیسی؛ اسرائیلو ته د مصر یوه تحفه او ډالۍ ده»

صهیونیسټ جنرال؛ او د صهیونیسټی رژیم د پوځ پخوانی ویاند « آفی بنیاهو »، د معاریو په صهیونیسټی ورځپاڼه کی لیکلی دی: عبدالفتاح السیسی، اسرائیلو ته د مصر ډالۍ ده، او پخپل هیواد کی له ډموکراسۍ سره د هغه مقابله کول؛ د سیمی د ثبات او آرامتیا د ساتلو، او د اسرائیلو د ستراتژیکو ګټو په خدمت کی دی.

دغه صهیونیسټ جنرال د خپلې مقالې په دوام کی ولیکل: په مصر کی؛ قدرت ته د«عبدالفتاح السیسی» په رسیدو سره، ډیرې لاسته راوړنی د«تل آبیب» په برخه شوی دی؛ چی د فلسطین مسئلې د اهمیت، او په عربی ټولنو کی د هغه د مرتبې کمیدل، د دغو لاسته راوړنو له جملی څخه دی. ده په دوام کی زیاته کړې ده؛ سیسی هڅه کړې ده، چی د مصر کورنیو چارو ته د پام کولو په پلمه، د فلسطین د موضوع اهمیت کم کړی.

صهیونیسټ جنرال«آفی بنیاهو» ولیکل: تل آبیت؛ د اخوان المسلمین او حماس غورځنګ په ضد، د سیسی له مقابلې او همداراز له اسرائیل سره د اقتصادی ملګرتیا له زیاتیدو، او د سیاسی او کلتوری اړیکو له ټینګیدو او عادی کیدو سره د سیسی له علاقې څخه ګټه وړې ده.

******   

اوس د کابل ورځپاڼی را اخلو؛ چی د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله یی څه لیکنی کړی دی:

په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره پر پاکستان د امریکا لهخوا مخ په زیاتېدونکو فشارونو او همدا راز د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو پر موجوده حالت بحثونه کړی دی.

 

ملی ارمان

ملی ارمان ورځپاڼې د افغانستان موجوده جګړه د پاکستانی جنرالانو لپاره یوه عایداتی سرچینه بللې او په یو مطلب کې یې لیکلی دی چې پاکستانی جنرالان به په دومره ساده ډول له هغې جګړې تېر نهشی چې د دوی جېبونو ته په میلیونونو ډالر ور غورځوی.

ورځپاڼه لیکی: دوی به هېڅکله هم د ترورېستی ډلو مشران او د هغوی پټنځایونه لهمنځه یو نسی، بلکه هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره نوی فرصتونه رامنځته کړی.

ورځپاڼې وړاندې د افغان او پاکستانی چارواکو راتلونکې ناسته هم بې پایلې بللې او دا ځکه چې د ورځپاڼې په وینا د پاکستان حکومت حاضر نه دی چې د حقانی شبکې او طالبانو په څېر د ترورېستی ډلو له ملاتړه لاس واخلی.

ورځپاڼه لیکی چې کابل ته د سفر پر مهال د پاکستانی پلاوی دا وینا چې حکومت یې له حقانی شبکې سره هېڅ راز اړیکه نهلری، د دې حقیقت څرګندوی دی.

ورځپاڼې موجوده حقایقو ته په اشارې لیکلی دی چې د ترورېزم د له منځه وړلو یوازینۍ لار د پاکستان ټکول دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته په

 اشارې لیکلی دی چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی او اوس په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت یوازینۍ لار له اسلاماباد سره د کابل همکاری ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلی: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلی دی چې په افغان دولت کې ځینې عناصر د سولې پلویان نه دی او دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ په مذاکراتو کې د ستونزو په رامنځ ته کولو سره روانې هڅې ننګوی.

د ورځپاڼې په وینا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړی دی چې افغان ولسمشر اوس- اوس پاکستان د طالبانو د مرکز په توګه یاد کړی او ویلی دی چې اسلاماباد د ترورېزم په خلاف په روانه مبارزه کې تر اوسه پورې هېڅ اقدام نهدی کړی.

هېواد :

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا پر کونړ د ډیورنډ د کرښې له پورې

غاړې راکټی حملو ته په اشارې لیکلی دی چې دغو حملو بیا د کابل او اسلاماباد ترمنځ په خبرو بیا خپل تور سیورئ وغوړاوه.

ورځپاڼې وړاندې د خپلې تبصرې په دوام لیکلی، پهداسې حال کې چې اسلاماباد د امریکا له فشارونو او پوځی ګواښونو د خپل هېواد د ژغورلو لهپاره له افغان چارواکو سره د سولهییزو خبرو لړۍ پیل کړې، خو بیا هم له خپلو ژمنو سره-سره له څو ورځو راهیسې یې پر کونړ راکټی حملې پیل کړی دی.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو سیاستوالو او کارپوهانو په حواله لیکلی دی چې د پاکستان په څېر د ترهګرو ملاتړو، مکار او درواغجنو هېوادونو سره د سولې خبرې او تګ-راتګ هسې د وخت ضایع کول دی.

 ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې سپارښتنه کړې ده، پهکار ده چې وروسته له دې نړیواله ټولنه باید د سولې په خبرو کې د پاکستان د ژمنو د عملی کولو لپاره له دغه هېواده نړیوال ضمانتونه واخلی.

 

سرخط :

سرخط ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې خپلو قوماندانانو ته واک ورکړی دی چې له افغانستان سربېره د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه زیات کړی.

ورځپاڼې وړاندې پهدې اړه د سپینې ماڼۍ څخه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په استناد لیکلی دی چې له افراطی تفکراو د امریکا د ملی ګټو ګواښوونکو ترهګرو ډلو سره مبارزه د ټرمپ د ادارې د لومړیتوبونو په سر کې ځای لری.

ورځپاڼې وړاندې د یو امریکایی چارواکی په حواله لیکلی دی چې امریکا د پاکستان اعتراضونوته د پام پرته، د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو په خوندی مرکزونو بریدونو ته دوام ورکړی.