دفلسطین خلک د امریکا او داسرائیلوهیڅ شرط نه منی
-
عربي نړۍ هیڅکله قدس ، الاقصی جومات او دفلسطین دخلکو سپکاوي نه مني .
زمونږخبریال وایی د فلسطین دفتح غورځنګ ویندوی اسامه القواسمی پرون وویل امریکا او اسرائیل نشی کولای فلسطینی مشران دهغو موردونو منلوته مجبوره کړی چې د فلسطین دخلکو له حقونو سره په تضاد کښې دی .
اسامه القواسمی په دې خبرې سره چې د ساز باز د خبرو له چورلیز څخه د فلسطین دمسلې په تیره بیا د قدس او د کډوالود موضوع د ایستلو لپاره دامریکا او داسرائیلو هڅې به ماتی وخوری وویل دفلسطین خلک به په خپل ټاټوبی کښې پاتې شی او دخپل حق دفاع به وکړی .
د فلسطین دفتح غورځنګ ویندوی اسامه القواسمی دغه راز له تل ابیب څخه قدس ته د امریکا دسفارت د انتقالولو په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې په اړه وویل د فلسطین دخلکو له منلو پرته ددغه پلان د وړاندې کولواو اجرا کولو په هکله د امریکا دځینو چارواکو څرګندونې مردودې دی او عربی نړۍ هیڅکله قدس ، الاقصی جومات او دفلسطین دخلکو سپکاوی نه منی .