د بنګلادیش پخوانۍ لومړۍ وزیره په پینځه کاله بند محکومه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65185-د_بنګلادیش_پخوانۍ_لومړۍ_وزیره_په_پینځه_کاله_بند_محکومه_شوه
ویل کیږی چی په زرګونو پولیس د خالده ضیا د پلویانو د سختو اعتراضونو له ویرې د ډاکا په واټونو کې ځای پر ځای شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2018 15:19 Asia/Kabul
  • د بنګلادیش پخوانۍ لومړۍ وزیره په پینځه کاله بند محکومه شوه

ویل کیږی چی په زرګونو پولیس د خالده ضیا د پلویانو د سختو اعتراضونو له ویرې د ډاکا په واټونو کې ځای پر ځای شوی دی

د فرانس پریس له راپور سره سم د بنگلادیش قضاییه قوې نن د دغه هیواد پخوانۍ لومړۍ وزیره میرمن خالده ضیا د اقتصادی فساد په جرم په ۵  کاله بند محکومه کړه  چی د دغه حکم په علانیدا پسې د بنګلادیش په پلازمینه کې امنیتی تابیاوې سختې شوی دی .  ویل کیږی چی په زرګونو پولیس د خالده ضیا د پلویانو د سختو اعتراضونو له ویرې د ډاکا په واټونو کې ځای پر ځای شوی دی . میرمن خالده ضیا د یوې یتیم خانې له صندوقه د دوه سوه شپږ زره یورو  د درغلی په خاطر تر تعقیب لاندې راغلی ده خو هغې دغه تورونه سیاسی بللی دی او هغه یې رد کړی دی .

خبري سرچينو د بنګلادېش په ډاکا کښې د پوليسو او د دغه هېواد د پخوانۍ ولسمشرې مېرمن خالده ضياء د پلويانو ترمېنځ د نښتو خبر ورکړ . د دغو نښتو د احتمالي سرتاوانونو په اړه څه رپوټ لا نه دے خپور شوے.

له دې مخکې د بنګلادېش يوې محکمې د اقتصادي فساد په تور د مېرمن خالده ضياء د نيولو وړاندې حکم صادر کړ.

دغه حکم د مېرمن خالده ضياء په مشرۍ د بنګلادېش د ملي پال ګوند د مشرانو او ملاتړو د نيولو او د مخالفو ګوندونو د ځپلو له شروع کېدو وروسته صادر شو. د بنګلادېش پوليسو همدارنګ د دغه هېواد د ‌ډېر ستر ګوند جماعت اسلامي يو شمېر مشران ونيول.

د سياسي مسائلو کارپېژاندي په دې باوري دي چې د بنګلادېش حکومت په دغو ځپونکو اقداماتو سره غواړي د سږ کال په عامو انتخاباتو اغیز وشیندی .