اټومی اژانس او اروپایی اتحادیې د اټومی تړون ملاتړ وکړ
-
دامریکا حکومت د پینځه جمع یوې ډلې دغړي په توګه تل ددغه نړیوال تړون په لاره کښې خنډونه رامینځته کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس او اروپایی اتحادیې پرون په ویانا کښې د دواړو لورو د لوړرتبه چارواکو د شپږمې(۶) کلنۍ غونډې په وخت له اټومی موافقې په ملاتړ ټینګار وکړ .
د اټومی انرژۍ د نړیوال اژانس د مطبوعاتی بیانیې پراساس د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مسوله میرمن فیډریکا موګرینی به د اټومی موافقې د ګډ کمیسیون د غږملونکی په توګه ددغه نړیوال اټومی تړون د اجرا د دوام په ارتباط له اټومی انرژۍنړیوال اژانس سره په نږدې تماس کښې ووسی .
داټومی انرژۍ نړیوال اژانس او اروپایی اتحادیې له دې مخکې هم په ځلونو دایران او د پینځه جمع یوې ډلې ترمینځ دلاسلیک شوی اټومی موافقې ملاتړ کړی .
اټومی انرژۍنړیوال اژانس تراوسه په نهو(۹) راپورونو کښې اټومی موافقې ته دایران داسلامی جمهوریت پاې بندۍ تائید کړی ده .
دامریکا حکومت د پینځه جمع یوې ډلې دغړی په توګه تل ددغه نړیوال تړون په لاره کښې خنډونه رامینځته کوی او دخپلو ژمنو خلاف ورزۍ هم کوی .