دسعودی عربستان جنګی الوتکو دیمن ۷ ښاریز ووژل
-
امریکا او سعودي عربستان د یمن د خلکو د مقاومت په دلیل نه دي توانیدلي په دغه هیواد کښې خپلو سپیرو او ناوړه هدفونو ته ورسیږي .
زمونږ خبریال وایی دیمن په شمال کښې په الجوف ولایت د سعودی رژیم د جنګی الوتکو په بیګا حملې کښې دڅو ښځو او د ماشومانو په شمول دیوې کورنۍ اووه (۷)غړی ووژل شول .
د سعودی عربستان جنګی الوتکو له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو دیمن بې ګناه خلک په وینو کښې لیت پیت کړی دی او دغه کار اوس هم دوام لری .
په یمن د سعودی عربستان حملې او بمباریانې چې د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دوام لری تراوسه د زرګونو خلکو د وژل کیدا او ژوبلیدا او د میلیونونوخلکو د کډوالیدا سبب شوی دی .
سعودی عربستان د یمن خلک د خوراکی موادو، اوبو او درملو له کمښت سره هم مخ کړی دی او ډیر خلک د درملو د نشتون په وجه مری .
سعودی عربستان دغه راز یمن له ځمکې ، سمندر او هوا څخه هم کلابند کړی دی .
امریکا او سعودی عربستان د یمن د خلکو د مقاومت په دلیل نه دی توانیدلی په دغه هیواد کښې خپلو سپیرو او ناوړه هدفونو ته ورسیږی .