په اټومی موافقې کښې بیا کتنه نشی کیدلای
Feb 10, 2018 00:51 Asia/Kabul
-
امریکا د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ د لاسلیک شوي تړون په لاره کښې خنډونه رامینځته کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د روسیې سفیر واسیلی نبنزیا (Vasily Nebenzya) پرون په یوې(۱) ټیلی ویژنی مرکې کښې ټینګار وکړ په اټومی موافقې کښې بیا کتنه نشی کیدلای .
هغه وویل د اټومی موافقې ماتی به منفی پایلې ولری .
دروسیې دباندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف هم په تیرې چهارشنبې ورځ ټینګار کړی وو د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې د اټومی موافقې د له مینځه وړلو لپاره هڅې به سختې پایلې ولری .
هغه اټومی موافقې ته د ټولو خواو د پاې بندۍ غوښتنه کړی وه .
امریکا د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ د لاسلیک شوی تړون په لاره کښې خنډونه رامینځته کوی او تراوسه یې ډیرې خلاف ورزیانې هم کړی دی .
ټیګونه