عمان دیمن د سیاسی ډلو دخبرو کوربه توب کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65263-عمان_دیمن_د_سیاسی_ډلو_دخبرو_کوربه_توب_کوی
زمونږخبریال وایی د یمن په چارو کښې دملګروملتونو استازی اسماعیل ولد شیخ احمد پرون د خپل ماموریت دپاې په درشل کښې چې په روانې فرورۍ میاشت کښې پاې ته رسیږی وویل زما ځای ناستی مارټین ګریفیټس (Martin Griffiths) په عمان کښې د یمن دصلحې د خبرو د نوی پړاو د چمتو کولوپه حال کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2018 01:16 Asia/Kabul
  • د ملګروملتونو استازی اسماعیل ولد شیخ احمد دیمن د کړکیچ  په ارتباط په سیاسي خبرو کښې په هرډول بریالیتوب ترلاسه کولو کښې ناکامه پاتې شوی دی .
    د ملګروملتونو استازی اسماعیل ولد شیخ احمد دیمن د کړکیچ په ارتباط په سیاسي خبرو کښې په هرډول بریالیتوب ترلاسه کولو کښې ناکامه پاتې شوی دی .

زمونږخبریال وایی د یمن په چارو کښې دملګروملتونو استازی اسماعیل ولد شیخ احمد پرون د خپل ماموریت دپاې په درشل کښې چې په روانې فرورۍ میاشت کښې پاې ته رسیږی وویل زما ځای ناستی مارټین ګریفیټس (Martin Griffiths) په عمان کښې د یمن دصلحې د خبرو د نوی پړاو د چمتو کولوپه حال کښې دی .

اسماعیل ولد شیخ احمد وویل دیمن د خبرو نوی پړاو د ملګروملتونو د نوی استازی په کتنې او د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ او د پخوانی مړ شوی ولسمشر علی عبدالله صالح د  کانګرس ګوند داستازیو په شتون سره په عمان هیواد کښې ترسره کیږی .

هغه دیمن شرایطو ته په اشارې سره وویل ددغه هیواد انسانی شرایط خراب دی او د هیواد خلک  له انسانی کړکیچونو سره مخ دی  په دې ډول چې په وبا ناروغۍ دککړو  کسانو شمیر له لسو(۱۰) لکو زیات شوی او ډول ډول ناروغیانې او ناوړه خواړه دهیواد خلک په تیره بیا ماشومان وژنی .

اسماعیل ولد شیخ احمد دیمن دجنګ دختمولو او جامع حل لارې ته درسیدا لپاره د عمان دهڅو په قدرونې سره وویل مسقط په خپلو روغتونونو کښې د یمن د ناروغانو او د ژوبلو کسانو په کوربه توب کولو سره دیمن له خلکو سره زیاتې مرستې کړی دی .

دیمن په چارو کښې د ملګروملتونو استازی اسماعیل ولد شیخ احمد چې دموریتانیا ډیپلوماټ دی په خپل درې(۳) کلن ماموریت کښې دیمن د کړکیچ  په ارتباط په سیاسی خبرو کښې په هرډول بریالیتوب ترلاسه کولو کښې ناکامه پاتې شوی دی