دامریکا دفاع وزیر د ولسمشر غوښتنې ته منفی ځواب ورکړی
Feb 10, 2018 01:28 Asia/Kabul
-
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنګ غواړي اقدامات او چټي خبرې د امریکا د سیاستوالانو له منفي غبرګون سره مخامخ شوي دي .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ دامریکا دفاع وزیر دایران پرضد له پوځی لارو داستفادې لپاره د ولسمشر ټرمپ له فیصلې سره مخالفت کړی دی .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې د ځینو حکومتی چارواکو په قول وویل دفاع وزیر جیمز ماټیس د تیر میلادی کال(۲۰۱۷) په می میاشت کښې دایران پرضد د پوځی لارو په باره کښې د یوشمیر پلانونو د وړاندې کولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنې ته منفی ځواب ورکړ .
په دغه راپور کښې دامریکا د دفاع وزیر جمیز ماټیس په قول ویل شوی دی ډونالډ ټرمپ داسې ولسمشر دی چې په سمدستی انګیزې او له وړاندې څخه فکر کولو پرته اقدام کوی .
دایران پرضد په بهرنی سیاست کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنګ غواړی اقدامات او چټی خبرې د امریکا د سیاستوالانو له منفی غبرګون سره مخامخ شوی دی .
ټیګونه