دسوریې په شمال کښې دداعش شتون پاې ته ورسید
-
سوریې کښې ترهګرو سخته ماتي خوړلي ده او امریکا د داعش او نورو ټروریسټي ډلو زیات کسان افغانستان ته انتقال کړي .
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې پوځ په یوې(۱) بیانیې کښې په شمال کښې د داعش ترهګرې ډلې د شتون دپاې ته د رسیدا خبر ورکړ .
د سوریې پوځ بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې وویل په حماه ، حلب او ادلب ولایتونو کښې د پوځ او دهغوې د ملاتړو ځواکونو په وړمه ورځې عملیاتو کښې د لسګونو کلیو او ښارګیو په ازادیدا سره په شمال او شمال لویدیځو سیمو کښې دداعش ډلې شتون پاې ته رسیدلی دی .
دسوریې پوځ وویل د پوځ په دغوعملیاتو کښې زیات ټروریسټان چې اکثره یې بهرنیان دی وژل شوی او دهغوې په لسګونو زغرګاډی ، ټانکونه ، او ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم نیول شوی دی .
د سوریې پوځ وویل د انجنیرې ډلې په سیمه کښې دښخو شویو بمونو او ماینونو د شنډولو په حال کښې دی .
د سوریې عسکرو او د حزب الله ځواکونو شپاړس(۱۶) کلی له ترهګرو ازاد کړی دی .
ویل کیږی چې دسوریې پوځ او د حزب الله ځواکونو په تیرو څو ورځو کښې په حلب ، ادلب او حماه ولایتونو کښې کابو څوارلس سوه(۱۴۰۰) مربع کلومیټره ځمکې له ترهګرو ازادې کړی دی .
په سوریې کښې ترهګرو سخته ماتی خوړلی ده او امریکا د داعش او نورو ټروریسټی ډلو زیات کسان افغانستان ته انتقال کړی چې دهغوې فعالیتونه ټول افغانستان او دمرکزی اسیا هیوادونو ته وغځوی چې دروسیې او دچین لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .