دشمالی کوریا ورزشکارانو د سامسونګ شرکت ډالۍ ونه منله
-
که چیرې دجنوبي کوریا سامسونګ شرکت له ایران څخه بخښنه ونه غواړي نو ایران ته به ددغه شرکت د جوړو موبایل ټیلي فونونو د ورتلو مخه ونیسي .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د جنوبی کوریا د پیونګ چانګ (Pyeongchang)د ژمې د اولمپیک په لوبو کښې د شمالی کوریا ګډون کونکو ورزشکارانو پرون وویل دوې چمتو نه دی چې په مشروط ډول د جنوبی کوریا د سامسونګ شرکت ډالۍ شوی موبایل ټیلی فونونه ترلاسه کړی .
د جنوبی کوریا د پیونګ چانګ(Pyeongchang) د دوه زره اتلسم(۲۰۱۸) میلادی کال د ژمی داولمپیک دلوبو ترسره کونکی چارواکی ټاکل شوی ده چې په دغو لوبو کښې ټولو ګډون کونکو ته په مفت ډول د سامسونګ شرکت نوت ایټ (Note-8)مو موبایل ټیلی فونونه ورکړی خو په عین حال کښې ویل شوی دی چې دغه وړیا موبایل ټیلی فونونه به د نړیوالو بندیزونو په پلمه دایران او دشمالی کوریا ورزشکارانو ته ورنکړل شی .
خو د پیونګ چانګ(Pyeongchang) د ژمی د اولمپیک لوبو د ترسره کونکو چارواکو او د سامسونګ شرکت په دغه سپکاوی ډک اقدام له زیاتو اعتراضونو وروسته وویل په دغو لوبو کښې دایران او دشمالی کوریا ګډون کونکی ورزش کاران دخپلې هستوګنې په وخت نوټ ایت موبایل ټیلی فونونه استعمالولی شی خو خپلو هیوادونو ته دبیرته ستنیدا په وخت هغه باید بیرته ورکړی .
د ایران ورزشکارانو مخکې ویلی وو دوې چمتو نه دی دغه موبایل ټیلی فونونه ترلاسه کړی .
دپیونګ چانګ (Pyeongchang)د ژمی د اولمپیک په لوبو کښې د ایران او دشمالی کوریا ورزشکارانو ته د جنوبی کوریا دسامسونګ شرکت د بې احترامۍ موضوع د اولمپیک له روح سره په تضاد کښې ده او دغه چارې دایران په داخل کښې زیات اعتراضونه رامینځته کړی دی تر دې چې خارجه وزیر محمد جواد ظریف وړمه ورځ ګواښ کړی وو که چیرې سامسونګ شرکت له ایران څخه بخښنه ونه غواړی نور به دایران خلک د سامسونګ شرکت موبایل ټیلی فونونه استعمال نکړی .
دایران دخارجه وزیر ګواښ په هیواد کښې د سامسونګ شرکت محصولاتو ته دنا ویلو (Say No) په کمپاین بدل شو .
د ایران د ارتباطاتو او داطلاعاتو دټیکنالوژۍ وزیر محمد جواد اذری جهرمی هم وویل که چیرې دجنوبی کوریا سامسونګ شرکت له ایران څخه بخښنه ونه غواړی نو ایران ته به ددغه شرکت د جوړو موبایل ټیلی فونونو د ورتلو مخه ونیسی .