د سلواغې د یویشتمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې نن اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د پوځ د هوائي او فضائي دفاع د یوه ډله قوماندانانو او کارکونکو ځواکونو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د کتنې یو ستر انځور چاپ کړی او د دوي له خولې یې په غټو ټکیو یې لیکلي دي: ټول به د سلواغې د دویشتمې نیټې لاریون ته راوځي. د سږ کال د سلواغې دویشتمه به د خدای په فضل یوه تماشايي او د لیدو وړ ورځ وي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر ، ايام ا... او د اسلامي انقلاب مهم مناسبتونه د نظام د پياوړتيا او استحکام ذريعه وبلل او تاکيد يې وکړ: سږ کال به د خداے پاک په مهربانۍ او فضل سره د سلواغې ۲۲ مه له نورو څخه ځانګړې او د ليدو وړ وي.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي وړمه ورځ، د ۱۳۵۷ کال د سلواغې په نولسمه نېټه له امام خميني (رح) سره د هوائي ځواکونو د تاريخي بيعت له کليزې سره په يو وخت، د فوځ د هوائي او فضائي دفاعي قوماندانانو او کارکونکو ځواکونو په ډله ايزه کتنه کښې زياته کړه سږ کال به د امريکې او غېر امريکې د ځينو واکمنانو د بېهوده ويَنو په وجه چې خلق احساس کوي دښمن د کمين نيولو په حال کښې او دښمنۍ کولو په لټه کښې دے د خداے پاک په قوت او مهربانۍ سره د سږ کال د سلواغې د ۲۲ مې په لاريون کښې د خلقو شتون به لا زيات له شور او زوږه ډک وي او ټول به ورته راځي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر اسلامي انقلاب يو ژوندے حقيقت وبالۀ او په دې باندې په تاکيد سره چې د انقلاب نننۍ پياوړتيا او استحکام له وړومبيو ورځو ډېر زيات دے واضحه کړه: نن انقلابيان د انقلاب د وړومبنيو ورځو له انقلابيانو زيات ټينګ اودرېدونکي او اګاهي او بصيرت لرونکي دي او په همدې وجه انقلاب پرمختللے شوے او تکامل يې موندلے دے.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ په نړيواله سطح د ظلم او فساد په وړاندې ټينګ اودرېدل او د هغه رسوا کول له اصولي سياستونو څخه وبلل او تاکيد يې وکړ: نن د دنيا ترټولو ظالمه او ترټولو بې رحمه ټولګه د امريکې حکومت دے چې حتی له وحشي داعشيانو هم بدتر دے.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د دې موضوع په يادولو سره چې داعش ترهه ګره ډله امريکايانو جوړه کړې او د امريکې اوسني ولسمشر ورته په خپلو انتخاباتي تبليغاتو کښې اشاره وکړه وويل: امريکايانو د داعش له جوړولو نه علاوه له دغې ترهه ګرې ډلې څخه ملاتړ وکړ خو د امريکې حکومت په خپلو نړيوالو پروپېګنډو کښې له بشري حقوقو، مظلومانو او د حېواناتو له حقوقو څخه د ملاتړ ادعا کوي چې پکار دي د حقائقو په بيانولو سره رسوا کړې شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطين په ملت له اويا کلني ظلم څخه ملاتړ او د يمن د خلقو له قتل او ورباندې له ظلم څخه د ملاتړ د امريکايانو د ظلم ځينې څرګندې نمونې وبللې او زياته يې کړه: د يمن بنسټيزې ودانۍ او د دغه هېواد مظلوم خلق هره ورځ د امريکې د انډيوالانو لخوا او په امريکائي وسلو سره بمباران کيږي خو د امريکې حکومت پرې هيڅ اعتراض او هيڅ پروا يې نه کوي خو په ډېرې بې شرمۍ سره د څو اوسپنيزو ټوټو په ښودلو سره له ايران څخه د توغنديو د لېږلو بې دليله ادعا مطرح کوي.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د سيمې فضاء ته دايران د اسلامي جمهوريت د ننوتلو او ټينګ اودرېدلو يوې نمونې ته هم اشاره وکړه او وې فرمايل: د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د مقاومت په قضيه کښې امريکايانو غوښتل چې مقاومت ختم کړي خو مونږ ټينګ ودرېدوو او وموويل چې اجازه نه ورکوو، نن ټولې دنيا ته ثابته شوه چې امريکې چې څه غوښتل ونه کړې شول او مونږ چې غوښتل وموکړې شول.
د تهران چاپ ډیرو ورځپاڼو همداشان د تهران د جمعې د لمانځه په خطبو کښې د حجت الاسلام والمسلمين کاظم صديقي وینا ته انعکاس ورکړی خو دلته ترې مونږ یوازې د بهرنیو حالاتو په اړه کړو څرګندونو ته انعکاس ورکوو.
د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب د ايران اسلامي جمهوريت ته د زيان رسولو لپاره د امريکې دسيسو ته په اشارې سره وويل: امريکې او د هغې انډيوالانو په تېرو کلونو کښې له ايران څخه په ځلونو څپېړې خوړلي دي.
حجت الاسلام والمسلمين کاظم صديقي د تهران د جُمعې د لمانځه د دې هفتې په خطبو کښې وويل: امريکې، سعودي او د دوي انډيوالانو دا خيال کوۀ چې د داعش ترهه ګرې ډلې په جوړولو سره له عراق څخه د دغه هېواد د کردستان د جدائۍ د مسئلې او د لبنان دمسئلې په وړاندې کولو او د مقاومت د محاذ په کمزوري کولو او د عراق په نيولو سره ايران ګوښې ته کولې شي خو ايران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په پوهې او بېدارۍ سره هغوي ته مضبوطې څپېړې ورکړې.
حجت الاسلام والمسلمين صديقي همدارنګ د سباون د لسيزې د ايام ا... په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره د اسلامي انقلاب کاميابي يوه معجزه وبلله او وې ويل: په اېټمي، روغتيائي، توغنده اي او نانو ټېکنالوجۍ په زمينو کښې پرمختګونه او په زياترو زمينو کښې خود کفائي د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له لاسته راوړنو څخه دي.
د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب واضحه کړه، د اسلامي انقلاب کاميابي د دې سبب شوه چې د ايران خلقو ته خپلواکي او عزت ستانۀ شي او د زورورو لخوا بل هېواد ونه لوټل شي.
د سلواغې ۱۲ نېټه چې د فرورۍ له وړومبۍ سره برابره ده ايران ته د امام خميني (رح) د ستنېدو کليزه او د اسلامي انقلاب د سباون د مبارکې لسيزې شروع ده. د سلواغې د مياشتې له دولسمې نېټې يعنې ايران ته د امام خميني (رح) د ننوتلو له ورځې نه د سلواغې تر دويشتمې نېټې پورې ورځې د سباون لسيزه نوملې شوې ده او هر کال په دغو ورځو کښې خاص مراسم او جشنونه جوړيږي.
د ټول اسلامي ايران خلق هر کال د فرورۍ په يولسمه نېټه د اسلامي انقلاب د کاميابۍ په مناسبت د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د کليزې په لاريونونو کښې په پراخ ګډون سره د اسلامي جمهوريت د بنسټ اېښودونکي امام خميني (رح) او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آيت ا... العظمی خامنه اي له ائيډيالونو او ارمانونو سره بيعت کوي.
کابل چاپ:
په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اسلام اباد کې پر روانو خبرو او په پاکستان کې د پښتنو له احتجاج څخه د افغان حکومتي مشرانو پر ملاتړ بحثونه کړي دي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر په اړه لیکلي دي چې دا پلاوی داسې مهال اسلام اباد ته تللی چې افغان حکومت په هېواد کې د وروستیو بریدونو پړه، چې ولس یې د ویر پر ټغر کېنولی دی، په هغه چا ور اچوي چې پاکستان ورسره مخامخ اړیکې لري.
ورځپاڼې دې او د ولسمشر اشرف غني دې شعار ته په اشارې چې پاکستان دې د افغانانو له دښمنۍ لاس واخلي، پوښتنه کړې ده چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په څه ډول دي، پاکستان دوست دی او که دښمن؟
ورځپاڼې لیکلي دي، که پاکستان دوست او یو باوري ګاونډی وي، نو دا سفرونه او د ګډ کار لپاره روانې هڅې توجیه کېدای شي، خو که خبره د دې برخلاف یعنی پاکستان دښمن وي، نو دا هڅې هېڅ معنی نه لري.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې بیا په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان پلاوي د خبرو په اړه لیکلي دي چې په روانو خبرو کې چې تر ډېره له ترورېزم سره په مبارزه کې پر همکارۍ او د سولې او کډوالو د راستنېدلو پر مسایلو متمرکزې دي، ځینې پرمختګونه شوي دي.
ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت په حواله وړاندې لیکي چې تر دې مخکې د تېرې شنبې په ورځ کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال پر ځینو مواردو هوکړه شوې وه او پر پاتې مسایلو به په اسلام اباد کې هوکړه وشي.
خو ورځپاڼې دا نه دي لیکلي چې دا پرمختګونه او هوکړې په کومو مواردو کې شوي دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د همکارۍ لپاره د ژمنو پر ځای عمل او د ملامتۍ منل هغه پرمختګونه دي چې د اوس دور په خبرو کې رامنځته شوي دي.
ورځپاڼې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي دي چې افغانستان نور د دی وخت نه لري چې د اسنادو د برابرولو لپاره یې ضایع کړي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د کابل او اسلام ترمنځ د پلاوو تګ راتګ داسې مهال کېږي چې په کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته پاکستان د نړیوالې ټولنې او په تېره بیا د امریکا تر سخت فشار لاندی دی.
ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي دي، که پر اسلام اباد د نړیوالې ټولنې او امریکا فشارونه دوام وکړي، نو پاکستان به هرو مرو ورته تسلیمېږي.
په پاکستان کې د پښتنو له روان احتجاج نه د افغان حکومت د مشرانو ملاتړ هم د کابل ورځپاڼو د بحث بله مهمه مسئله ده.
ملي ارمان:
ملي آرمان ورځپاڼې په اسلام اباد کې د پښتنو له روان احتجاج څخه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملاتړ په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې دی په پاکستان د پښتنو له دغه مدني حرکت څخه چې د افراطیت او ترورېزم په خلاف پیل شوی دی، ملاتړ کوي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان ولسمشر په ټویټر کې په خپل یو پیغام کې له نړیوالې ټولنې او د پاکستان له مدني ټولنې غوښتي دي چې د دا ډول خوځښتونو ملاتړ وکړي.
ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې لیکلي دي چې د پښتنو دې احتجاج چې نن لسمې ورځې ته ننوت د پاکستان حکومت په جدي توګه اندېښمن کړی دی.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې په اسلام اباد کې د پښتنو د روان احتجاج په اړه د ولسمشر اشرف غني د پیغام دا برخه راخیستې چې ویلي یې دي دا احتجاج د تند لارۍ په وړاندې یو غوره ګام دی او دا د هر یو کس اخلاقي دنده ده چې ملاتړ یې وکړي.
ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر په خپل پیغام کې د کابل وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې لیکلي دي چې افغانان او د سیمې خلک دې د ترورېزم پر ضد یو شي او داسې ښکاري چې په اسلام اباد کې د پښتنو روان لاریون د دی غوښتنې ځواب او د تُندلارۍ پر ضد د پاڅون نښې دي.
**********///////////////**********