سعودی عربستان په یمن حملو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65345-سعودی_عربستان_په_یمن_حملو_ته_دوام_ورکړی
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو پرون په یمن کې د الجوف ، حدیده او صعده ولایتونو په بیلابیلو سیمو دولس(۱۲) ځله بمبارۍ وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2018 02:03 Asia/Kabul
  • دیمن پوځ او ولسي کمیټیو پرون دیمن په جنوب لویدیځ کې د سعودي عربستان د پاټریوټ د توغندیو سیسټم چې امریکا ورکړی دی تباه کړ .
    دیمن پوځ او ولسي کمیټیو پرون دیمن په جنوب لویدیځ کې د سعودي عربستان د پاټریوټ د توغندیو سیسټم چې امریکا ورکړی دی تباه کړ .

زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو پرون په یمن کې د الجوف ، حدیده او صعده ولایتونو په بیلابیلو سیمو دولس(۱۲) ځله بمبارۍ وکړې .

د سعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو پرون په الجوف ولایت کې په المهاشمه سیمې پینځه(۵) ځله او په صعده سرحدی ولایت کې په الظاهر ولسوالۍ شپږ(۶) ځله بمباریانې وکړې .

دسعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو دغه راز دیمن دلویدیځ په  ساحل کې  هم  په الحدیده هوایی ډګر یو(۱) ځل بمبارې وکړې .

دیمن ولسی کمیټیو او پوځ هم په څو عملیات کې د بهرنیو ګوډاګیانو په مورچو ډزې وکړې .

دجیزان په خوا کې په الخوبه سیمه کې د یمن د ولسی کمیټیو په ډزو کې د سعودی عربستان یو(۱) پوځی لګیدلی .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز په جیزان کې په ضهیا پوځی اډې کې د سعودی عربستان د عسکرو په مرکزونو څو کاتیوشا راکټونه وویشتل .

د سعودی عربستان دعسیر ښار په الربوعه سیمه کې د بهرنیو  ګوډاګیانو او دسعودی عربستان دعسکرو په مرکزونو هم د یمن د ولسی کمیټیو او د پوځ د  توپونو ډزې وشوې .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون دیمن په جنوب لویدیځ کې د سعودی عربستان د پاټریوټ د توغندیو سیسټم چې امریکا ورکړی دی تباه کړ .