دایران اسلامی انقلاب د ازاد فکره خلکو لپاره بیلګه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65351-دایران_اسلامی_انقلاب_د_ازاد_فکره_خلکو_لپاره_بیلګه_ده
د یونان د سیاسی چارو فعال او شناند اونګلوس پسیاس (Onglouss Pesyas)دایران د اسلامی انقلاب بریالیتوب د سلطې له نظام څخه د مینځنی ختیځ د ژغورلو او د نړۍ د ازاد فکره خلکو لپاره یوه(۱) بیلګه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2018 02:44 Asia/Kabul
  • که چیرې د سیمې په تیره بیا عرب هیوادونه وغواړي د چورتالان کونکو قدرتونو له سلطې ځانونه وژغوري نو باید له ایران سره ملګري شي .
    که چیرې د سیمې په تیره بیا عرب هیوادونه وغواړي د چورتالان کونکو قدرتونو له سلطې ځانونه وژغوري نو باید له ایران سره ملګري شي .

د یونان د سیاسی چارو فعال او شناند اونګلوس پسیاس (Onglouss Pesyas)دایران د اسلامی انقلاب بریالیتوب د سلطې له نظام څخه د مینځنی ختیځ د ژغورلو او د نړۍ د ازاد فکره خلکو لپاره یوه(۱) بیلګه وبلله .

د یونان دپوهنتون استاد او سیاسی فعال اونګلوس پسیاس  له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل دایران داسلامی انقلاب بریالیتوب دغه هیواد په نړۍ او  سیمه کښې په یوه(۱) قدرت بدل کړی دی .

هغه وویل ایران داسې قدرتمن هیواد دی چې داسلامی انقلاب د بریالیتوب په سیوری کښې په سیمه کښې دامریکا  او دهغې دملګرو هیوادونو په تیره بیا دترهګرو ډلو له تاوتریخوالو او زیات غوښتنو سره مبارزه کوی .

د یونان دغه سیاسی فعال اونګلوس پسیاس ټینګار وکړ که چیرې د سیمې په تیره بیا عرب هیوادونه وغواړی د چورتالان کونکو قدرتونو له سلطې ځانونه وژغوری نو باید له ایران سره ملګری شی او ددغه هیواد سیاستونه خپله بیلګه وګرځوی .

دیونان دغه سیاسی شناند وویل امریکا ځان د نړۍ بدمعاش ګڼی خو اوس دنړۍ عمومی افکار او حتی د واشنګټن دودیز ملګری هم د واشنګټن د سلطه غواړو سیاستونو پیروۍ کولو ته چمتو نه دی او د واک ته دډونالډ ټرمپ په رسیدا سره د واشنګټن دغه سیاستونه  له مخکې څخه زیات ښکاره شوی دی .