دامریکاپه سیاټل کې د محصیلینوشخړه ددغه هیواد دبیرغ دسوزیدالامل شوه
دامریکا دسیاسی چارو کارپیژاند هم په دې اند دی ،چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په پیلیدا او د افراط پالو او توکمپالو ډلو د فعالیتونو په پراختیا سره ، په دغه هیواد کې دسیاسی اوټولنیزه لټی او بندون زیات شوی دی .
زمونږخبریال دفکس نیوز انټرنیتی سایټ له قوله راپور راکړ ، دامریکا په سیاټل کې د جمهوری غواړی ګوند پلوی او مخالفو محصلینو ترمینځ په نښتې کې چې بیګا شوې ، د دغه هیواد بیرغ هم وسوزول شو .
دامریکائی رسنیو راپورونه ښئ چې پولیسو په دغه اخ وډب کې پنځه محصیلین نیولی هم دی .
په امریکا کې باؤری نظر سنجۍ ددې ښودنه کوی چې د دغه هیواد زیاتره ځوانان ډیموکراټیک او جمهوری غواړی ګوند یو هم نه منی او ترې بیزاره دی .