په جمواوکشمیرکې اوه هندی عسکر ووژل شول
دهندوستان دفاع وزارت نن دیوې خبرتیا په اعلانولو سره وئیلی ، وسلوالو کسانو په جمو اوکشمیر کې په سنجوان ښار کې پر هندی پوځی مرکز برید کړی چې له امله ئې د اوو پوځیانو پشمول دولس کسان وژل شوی دی .
ایرناخبری آ ژانس راپور ورکړ په جمو ا وکشمیر کې دهندی پوځ په یوه مرکز د وسلوالو کسانو په حملې کې اوه هندی عسکر په ټکه وژل شوی دی .
راپور ښئ دهندوستان دفاع وزارت نن دیوې خبرتیا په اعلانولو سره وئیلی ، وسلوالو کسانو په جمو اوکشمیر کې په سنجوان ښار کې پر هندی پوځی مرکز برید کړی چې له امله ئې د اوو پوځیانو پشمول دولس کسان وژل شوی دی .
په دغې نښتې کې همداراز دولس کسان ټپیان شوی هم دی .
د دغه راپور په اساس له وسلوالو کسانو ترلاسه شوی شواهد د دې ښودنه کوی چې دوی د جیش محمد ډلګۍ غړی دی او دوی هوډ کړی چې خپلووسلوالو عملیاتو ته به دوام ورکړی .