دامریکا بودجه دجنګ غوښتنې په ګروهنې سره ده
-
په امریکا کښې واک ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسیدا وروسته ددغه هیواد سیاست دجنګ غوښتنې په لور روان دی .
زمونږخبریال وایی د امریکا دفاع وزارت پینټاګان(PENTAGON) وویل واشنګټن د راتلونکی میلادی کال په بودجې کښې په اروپا کښې له روسیې سره د مقابلې لپاره شپږ نیم(6.5) میلیارډه ډالره بیل کړی دی .
پینټاګان ټینګار وکړ دامریکا د راتلونکی میلادی کال د بودجې وړاندیز شوی ډالر شپږسوه شپږ اتیا(۶۸۶)میلیارډه دی چې نهه اتیا(۸۹) میلیارډه یې د جنګونو د مالی ملاتړ لپاره بیل کړې شوی دی .
دامریکا دفاع وزارت پینټاګان وویل د راتلونکی میلادی کال بودجه دهیواد سمندری عسکرو ته دغه امکان ورکوی چې په دغه کال کښې دخپلو عسکرو شمیر زیات کړی .
دامریکا د راتلونکی میلادی کال بودجه دغه امکان برابروی چې په دغه کال کښې په وسله والو ځواکونو کښې شپږویشت زره(۲۶۰۰۰) نور عسکر استخدام کړی .
په امریکا کښې واک ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسیدا وروسته ددغه هیواد سیاست دجنګ غوښتنې په لور روان دی او سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ په رسیدا سره د روسیې او دامریکا ترمینځ تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی دی .