دامریکا بودجه دجنګ غوښتنې په ګروهنې سره ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65451-دامریکا_بودجه_دجنګ_غوښتنې_په_ګروهنې_سره_ده
زمونږخبریال وایی د امریکا دفاع وزارت پینټاګان(PENTAGON) وویل واشنګټن د راتلونکی میلادی کال په بودجې کښې په اروپا کښې له روسیې سره د مقابلې لپاره شپږ نیم(6.5) میلیارډه ډالره بیل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2018 01:20 Asia/Kabul
  • په امریکا کښې واک ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسیدا وروسته ددغه هیواد سیاست دجنګ غوښتنې په لور روان دی .
    په امریکا کښې واک ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسیدا وروسته ددغه هیواد سیاست دجنګ غوښتنې په لور روان دی .

زمونږخبریال وایی د امریکا دفاع وزارت پینټاګان(PENTAGON) وویل واشنګټن د راتلونکی میلادی کال په بودجې کښې په اروپا کښې له روسیې سره د مقابلې لپاره شپږ نیم(6.5) میلیارډه ډالره بیل کړی دی .

پینټاګان ټینګار وکړ دامریکا د راتلونکی میلادی کال د بودجې وړاندیز شوی ډالر شپږسوه شپږ اتیا(۶۸۶)میلیارډه دی چې نهه اتیا(۸۹) میلیارډه یې د جنګونو د مالی ملاتړ لپاره بیل کړې شوی دی .

دامریکا دفاع وزارت پینټاګان وویل د راتلونکی میلادی کال بودجه دهیواد سمندری عسکرو ته دغه امکان ورکوی چې په دغه کال کښې  دخپلو عسکرو شمیر زیات کړی .

دامریکا د راتلونکی میلادی کال بودجه دغه امکان برابروی چې په دغه کال کښې  په وسله والو ځواکونو کښې شپږویشت زره(۲۶۰۰۰) نور عسکر استخدام کړی .

په امریکا کښې واک ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسیدا وروسته ددغه هیواد سیاست دجنګ غوښتنې په لور روان دی او سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ په رسیدا سره د روسیې او دامریکا ترمینځ تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی دی .