دعراق ځواکونو دداعش ډلې یوشمیر غړی هلاک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65459-دعراق_ځواکونو_دداعش_ډلې_یوشمیر_غړی_هلاک_کړل
مهر خبری اژانس وایی د عراق ولسی بسیج ځواکونو الحشد الشعبی له سوریې سره دخپل هیواد په سرحد کښې دداعش تکفیری ترهګرې ډلې یو(۱) شمیر غړی هلاک کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2018 02:01 Asia/Kabul
  • دعراق  دبیا رغاونې غونډه له پرون څخه په کویت کښې پیل شوي او تر سبا ورځې پورې به دوام ولري .
    دعراق دبیا رغاونې غونډه له پرون څخه په کویت کښې پیل شوي او تر سبا ورځې پورې به دوام ولري .

مهر خبری اژانس وایی د عراق ولسی بسیج ځواکونو الحشد الشعبی له سوریې سره دخپل هیواد په سرحد کښې دداعش تکفیری ترهګرې ډلې یو(۱) شمیر غړی هلاک کړل .

ویل کیږی چې الحشد الشعبی ځواکونه د پوځ دتوپونو د ډلې په ملاتړ سره له سوریې سره په سرحد کښې دتل صفوک(Tel Safuk) په جنوب کښې دداعش ترهګرې ډلې د پینځو (۵) ترهګرو په وژل کیدا بریالی شول.

دعراق عسکر چې اکثره یې الحشد الشعبی ولسی ځواکونه دی له سوریې سره دهیواد په سرحدی سیمو کښې دیره شوی چې دعراق خاورې ته د داعش ډلې دغړیو د نفوذ  مخه ونیسی .

 دغه راز دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی هم پرون وویل د هیواد دبیا رغاونې غونډه له عراق څخه د ملاتړ لپاره دنړیوالې ټولنې  په ژمنې د ټینګار لپاره یو(۱) فرصت دی .

دعراق  دبیا رغاونې غونډه له پرون څخه په کویت کښې پیل شوی او تر سبا ورځې پورې به دوام ولری .

په دغه غونډې کښې څه دپاسه اویا۷۰() هیوادونه  او دنړۍ دمختلفو سیمو ۱۸۵۰ شرکتونه او  دوه سوه(۲۰۰) سوداګران ، پانګوال  او درې زره(۳۰۰۰) نور کسان ګډون لری .