ایران دملگروملتو دسولې دساتنې له عملیاتو سره دمرستې لپاره تیار دی
په ملګروملتو کې داسلامی ایران استازی غلام علی خوشرو د دغې موسسې دسولې دساتنې په خصوصی کیمشن کې پخپلې وینا کې په دې په ټینګار سره چې دسولې دساتنې ماموریتونه باید دملګروملتو دموخو او اصولو ، له ځانه په دفاع سربیره له زوره د نه استفادې د اصل او دبې پلویتوب داصل په رعایتولو سره ترسره شی ، ووئیل ؛ باید د نورو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنې او د درستو هیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا، سیاسی خپلواکۍ او دحاکمیّت برابرۍ ته داحترام کول لومړیتوب وبلل شی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړی په ملګروملتو کې دایران دایمی استازی له عامو او غیر پوځی خلکو ملاتړ د کوربه هیوادونو لومړی مسئولیّت وبالۀ او وې وئیل ، په دې باب باید دملګروملتو له خوا ، دعامو او غیر پوځی خلکو څخه دملاتړ په پلمه ، دملګروملتو یا نورو بهرنیو ځواکونو په وسیله له هرډول پوځی لاسوهنې ډډه وشی .
خوشرو دملګروملتو د سولې دساتنې په ماموریتونو کې داطلاعاتو دغونډولو لپاره د ماډرنو ټیکنالوجیو د کارولو دموضوع په باب هم روښآنه کړې ، دماډرن ټیکنالوجیو کارول باید د سولې د ساتونکی ځواک دامنیت دزیاتولو په موخې سره ترسره شی او په عین حال کې له دغو ټیکنالوجیو داستفادې حقوقی اړخونه باید د هیوادونو ترمینمځ په مناسبو خبرواترو او مشورو کې وسپړل شی .