ایران دملگروملتو دسولې دساتنې له عملیاتو سره دمرستې لپاره تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65535-ایران_دملگروملتو_دسولې_دساتنې_له_عملیاتو_سره_دمرستې_لپاره_تیار_دی
په ملګروملتو کې داسلامی ایران استازی غلام علی خوشرو د دغې موسسې دسولې دساتنې په خصوصی کیمشن کې پخپلې وینا کې په دې په ټینګار سره چې دسولې دساتنې ماموریتونه باید دملګروملتو دموخو او اصولو ، له ځانه په دفاع سربیره له زوره د نه استفادې د اصل او دبې پلویتوب داصل په رعایتولو سره ترسره شی ، ووئیل ؛ باید د نورو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنې او د درستو هیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا، سیاسی خپلواکۍ او دحاکمیّت برابرۍ ته داحترام کول لومړیتوب وبلل شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 14, 2018 01:21 Asia/Kabul
  • ایران دملگروملتو دسولې دساتنې له عملیاتو سره دمرستې لپاره تیار دی

په ملګروملتو کې داسلامی ایران استازی غلام علی خوشرو د دغې موسسې دسولې دساتنې په خصوصی کیمشن کې پخپلې وینا کې په دې په ټینګار سره چې دسولې دساتنې ماموریتونه باید دملګروملتو دموخو او اصولو ، له ځانه په دفاع سربیره له زوره د نه استفادې د اصل او دبې پلویتوب داصل په رعایتولو سره ترسره شی ، ووئیل ؛ باید د نورو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنې او د درستو هیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا، سیاسی خپلواکۍ او دحاکمیّت برابرۍ ته داحترام کول لومړیتوب وبلل شی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړی په ملګروملتو کې دایران دایمی استازی  له عامو  او غیر پوځی خلکو ملاتړ   د  کوربه هیوادونو لومړی  مسئولیّت وبالۀ او وې وئیل ،  په دې باب  باید   دملګروملتو له   خوا ،  دعامو او غیر پوځی  خلکو څخه  دملاتړ په پلمه  ، دملګروملتو یا نورو بهرنیو ځواکونو په وسیله  له هرډول پوځی لاسوهنې  ډډه وشی .

 خوشرو  دملګروملتو د سولې دساتنې  په ماموریتونو کې داطلاعاتو دغونډولو لپاره  د ماډرنو ټیکنالوجیو   د کارولو  دموضوع په باب هم روښآنه کړې ، دماډرن ټیکنالوجیو کارول باید  د سولې د ساتونکی ځواک  دامنیت دزیاتولو په موخې سره ترسره شی او په عین حال کې  له دغو ټیکنالوجیو  داستفادې حقوقی  اړخونه باید  د  هیوادونو ترمینمځ  په مناسبو خبرواترو  او مشورو کې  وسپړل شی .