په امریکا کښې په ترهګرې حملې کښې ۱۷ کسان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65613-په_امریکا_کښې_په_ترهګرې_حملې_کښې_۱۷_کسان_وژل_شوی
زمونږخبریال وایی دامریکا په فلوریډا ایالت کښې په یوه ښوونځی کښې د ډزو په پیښه کښې تراوسه اوولس (۱۷)کسان وژل شوی او یوشمیر نور ژوبل شوی هم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2018 00:51 Asia/Kabul
  • ویره شته چې د مړو کسانو شمیر نور هم زیات شي .
    ویره شته چې د مړو کسانو شمیر نور هم زیات شي .

زمونږخبریال وایی دامریکا په فلوریډا ایالت کښې په یوه ښوونځی کښې د ډزو په پیښه کښې تراوسه اوولس (۱۷)کسان وژل شوی او یوشمیر نور ژوبل شوی هم دی .

دغه پیښه د فلوریډا ایالت په مارجوری سټون مین ډګلس لیسې (Marjory Stoneman Douglas High School)کښې رامینځته شوی ده .

ویل کیږی یوه کس چې د دغه لیسې (High School)پخوانی زده کونکی دی هلته په موجودو زده کونکی ډزې کړی دی او اوولس(۱۷) کسان یې وژلی او یوشمیر نور یې ژوبل کړی هم دی .

دامریکا دفلوریډا پولیسو په دغه پیښه کښې لاس لرونکی شکمن کس نیولی دی او دغه راز په سلګونو زده کونکی هم له ښوونځی بهر کوڅو ته تښتیدلی دی .

نیول شوی حمله کونکی نیکولس کروز نومیږی چې شل(۲۰) کاله عمر لری او ددغه ښوونځی پخوانی زده کونکی وو .

د پیښې په وخت په ښوونځی کښې کابو درې زره(۳۰۰۰) ماشومان ، یوسل نهویشت(۱۲۹) ښځینه او نرینه معلمان  او یوشمیر نور زده کونکی موجود وو .

ویره شته چې د مړو کسانو شمیر نور هم زیات شی .