په امریکا کښې په ترهګرې حملې کښې ۱۷ کسان وژل شوی
-
ویره شته چې د مړو کسانو شمیر نور هم زیات شي .
زمونږخبریال وایی دامریکا په فلوریډا ایالت کښې په یوه ښوونځی کښې د ډزو په پیښه کښې تراوسه اوولس (۱۷)کسان وژل شوی او یوشمیر نور ژوبل شوی هم دی .
دغه پیښه د فلوریډا ایالت په مارجوری سټون مین ډګلس لیسې (Marjory Stoneman Douglas High School)کښې رامینځته شوی ده .
ویل کیږی یوه کس چې د دغه لیسې (High School)پخوانی زده کونکی دی هلته په موجودو زده کونکی ډزې کړی دی او اوولس(۱۷) کسان یې وژلی او یوشمیر نور یې ژوبل کړی هم دی .
دامریکا دفلوریډا پولیسو په دغه پیښه کښې لاس لرونکی شکمن کس نیولی دی او دغه راز په سلګونو زده کونکی هم له ښوونځی بهر کوڅو ته تښتیدلی دی .
نیول شوی حمله کونکی نیکولس کروز نومیږی چې شل(۲۰) کاله عمر لری او ددغه ښوونځی پخوانی زده کونکی وو .
د پیښې په وخت په ښوونځی کښې کابو درې زره(۳۰۰۰) ماشومان ، یوسل نهویشت(۱۲۹) ښځینه او نرینه معلمان او یوشمیر نور زده کونکی موجود وو .
ویره شته چې د مړو کسانو شمیر نور هم زیات شی .